خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله قطر هېواد ته ولاړه او هلته به له نیدرلینډ سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په همدغه تړاو پرون ناوخته د جنورۍ په دريمه په ویډیویي پیغام کې ویلي چې یادې سیالۍ ډېرې مهمې دي او د افغانستان په ټاکل شوې لوبډله کې دا ځل ځوانو لوبغاړو ته هم وخت ورکړل شوی دی.
افغان لوبغاړي هم د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي او وایي، په دغو سیالیو کې به ښه وځلېږي.
د کرکټ بورډ عمومي رییس زیاتوي چې دغو لوبو ته د ښه چمتوالي په هدف لومړی یو تمریناتي کمپ ترسره کېږي او وروسته به د نیدرلینډ په خلاف د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شي.
د دواړو لوبډلو ترمينځ لومړۍ لوبه د همدې میاشتې په یو ویشتمه، دوهمه په درې ويشتمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کوي.
افغان ملي لوبډله به په قطر کې ددغو سياليو لپاره تمرينات ترسره کړي تر څو دغو مهمو سياليو ته بشپړ چمتووالی ولري.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو د سوپرليګ برخه دي، چې راتلونکي نړيوال جام ته په لار موندنه کې خورا مهم رول لري.
افغانستان به له دغو سياليو وروسته له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره په بنګله دېش کې ورته درې سيالۍ ترسره کړي، چې بنګله دېش ورته له وړاندې چمتووالی ښودلی دی.
افغان لوبډلې تر دې مهاله په سوپر لیګ سیالیو کې درې سیالۍ د ایرلینډ پر وړاندې کړې چې درې واړه یې ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.