د داسې بیوفایي په اړه به مو تراوسه نه وي اورېدلي

د دې سړي د ملګرې په کور کې د ماشوم زیږیدل، مګر په حقیقت کې دا د هغه ‘زوی’ نه و بلکه ‘تره’ یې و خورا شرمونکې کیسه.

د بیوفایي پیښې د ډیری نارینه او ښځینه سره پیښیږي، مګر د بیوفایي دا ډول چې دې امریکایی سړي سره د هغه ملګرې ترسره کړې، تاسو به هم د دې سړي سره په خواخوږۍ مجبور شئ.

د ډیلي سټار په وینا د سړي ملګرې د ده له نیکه سره اړیکه درلوده او د ده نیکه ماشوم یې زېږولی و. دا سړي چې د ډیرو کلونو لپاره یې دا ماشوم خپل زوی ګڼلو ، اوس دا وایې چې هغه واقعیا د هغه “زوی” نه دی بلکې د هغه “تره” دی.

د راپور په وینا ، سړي د هغه د ټیک ټاک اکاونټ stacks1400@ کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ژړل او د خپلې ملګرې د بیوفایي په اړه یې وویل: هغه وايي چې زه او زما ملګرې له خپل نيکه سره یو ځای اوسیدلو. بله ورځ ما د خپلې ملګرې تلیفون خلاص وموند چې پکې زما د ملګرې او زما د نیکه انځورونه او د اعتراض وړ عکسونه و. نو وروسته د دوی خبرې کول ما ته هم احساس راکړ چې زما زوی په حقیقت کې زما د نیکه زوی دی او زما تره دی. د راپور په وینا ، د دې سړي ویډیو پر ټیک ټاک سمدستي ویرل شوې ده او تر دې دمه تر 11 ملیونه ډیرو خلکو لیدلي ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com