په نړۍ کې لومړی ATM ماشین چېرته لګېدلی و، څوک دا ماډرن ماشین لري او د چا د فکر له امله نن ورځ موږ کولی شو په هر وخت کې له دې ماشین څخه اړین مقدار پیسې بیرته واخلو.
ډیجیټل بانکداري او د کارت په واسطه د پیسو راکړه ورکړې په عمومي ډول لاپسې زیاتېږي، بلکې نغدې پیسې لاهم په ورځني ژوند کې خورا مهمې دي، که دا د کور لپاره د راشن پیرود وي یا د پلورنځي څخه یو څه اخلې. د جون په 27 ، 1967 م کال په نړۍ لومړی ATM ولیدل شو. لومړی ATM له کوم ځای څخه راغلی ، دا په کوم بانک پورې اړه لري او د چا د فکر له امله نن ورځ موږ کولی شو په هر وخت کې له دې ماشین څخه اړین مقدار پیسې بیرته واخلو.
څلور پنځوس کاله مخکې په 27 جون 1967 م کال د نړۍ لومړی ” اټومیټډ ټیلر مشین” یانې ای ټي ایم د لندن ښار په این فیلډ سیمه کې د بارکلیز بانک په یو برانچ کې ولګول شو.
نن موږ پرته له ویرې ای ټي ایم کارولی شو، مګر په هغه وخت کې د لوټونو قی کولو ماشین نړیوال حیران کړي ول، د نړۍ له دې لومړي ای ټي ایم څخه تر ټولو مخکې د بریتانیا اداکار ریګ ورنے پیسې رایستلې وې، له هغه راهیسې تراوسه د دې نیټورک په ټوله نړۍ ک خپور شوی دی. جان شیفرډ بیرا د هغه کس نوم دی د چا چې د سوچ له وجې نتېجه دا جوړه شوه چې د ماشین په واسطه پیسې رایستل کېدای شي، جان شیفرډ بیران 23 جون 1923 م کال د میګالیه په پلازمینه شیلانګ کې زېږېدلی و، پدغه وخت کې ، د هغه پلار د چټګاو پورټ په کمیشنریسټ کې لوی انجنیر و. جان شیفرډ بایرن د می په 15 ، 2010 کې د 84 په عمر کې په انګلستان کې ومړ.
داسې ویل کیږي چې جان شیفرډ بایرن یوځل پیسو ته اړتیا درلوده. کله چې هغه بانک ته ورغی، نو د ده د یوې دقیقې ځنډ له وجې بانک بند شو نو هغه به د پیسو رایستلو لپاره تر سپا انتظار کاوو. ځکه هغه فکر وکړ چې کله له یوه ماشین څخه چاکلیټ راوتلی شي، نو بیا ولې پیسې 24 ساعته له یو ماشین څخه نشې رایستل کېدلی. ځکه چې دا به د خلکو لپاره عالي اسانتیا وي. د دې فکر کولو پایله د اتومات ټیلر ماشین (ATM) و.
په نړۍ کې ترټولو په لوړه کچه د پاکستان د ملي بانک ATM ایښودل شوی دی. دا پاکستان او چین د پولې شاوخوا په 16،000 فټه لوړ نصب شوی دی. ای ټي ایم په مختلفو هیوادونو کې په مختلف نومونو پیژندل کېږي. په انګلستان او نیوزیلینډ کې دې ته د “کېش پواینټ” یا “کېش ماشین” ویل کیږي او په آسټرالیا او کاناډا کې دې ته د “مني ماشین” ویل کیږي.