ایا هندي اداکار سنجے دت رښتیا همنجنس پرست دی؟

خبریال ویب پاڼه – ممبۍ: د هندي اداکار سنجې دت خور په خپل کتاب کې خپلې مور ته منسوب په یوه بیان کې د حیرانتیا انکشاف کړی.

د هندي میډیا راپورونو په وینا ، د بالیووډ مشهور اداکار سنجې دت (سنجے دت: د کریزي ان ټولډ سټوري اف بېډ بوای) کتاب کې د هغه خور نمرتا ویلي دي چې سنجے دت په وروڼو او خورانو کې تر ټولو زیات په خپلې مور نرګس ګران و. او په خاص طور زموږ مور د هغه ډېر زیات خیال ساته او هغې د هغه هره هیله پوره کوله.

د سنجي دت خور څرګنده کړه چې د هغې ورور سنجے دت له ګرانښت سره سره د خپلې مور لخواه ډېر ترټل کېده هم، خو بیا هم د هغې مور له هغې سره خورا زیاته مینه درلوده، که څه هم هغه د الکولو او مخدره توکو ټول شواهد درلودل هم د دې منلو لپاره چمتو نه وه او یو ځل یې د سنجے دت ملګری ښه سپک کړ چې زوی مې هیڅکله یې د شرابو بوتل ته لاس ندی ور وړی او دا چې هغه هیڅ ډول نشه نه کوي.

نمرتا دت په کتاب کې د همجنس بازۍ په اړه مهم انکشافات وکړل ، ویې ویل چې کله سنجې دت ځوان و نو زما مور یو ځل خپل ملګري څخه پوښتنه وکړه چې د سنجو ملګری چې راشي ولې د هغه خونه کولپ وي ایا هغه همجنس پرست خو نه دی؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com