خبريال-وېبپاڼه
ننګرهار کې د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی چې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و، ونيول شو.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې مربوطاتو کې ملي امنيت له لوري د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی حسن الرحمن چې په امنيتي ځواکونو يا ګڼې ګوڼې پر ځای يې د ځانمرګي بريد پلان درلود ونيول شو.
نوموړي اعتراف کړی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسيدونکی دی او هلته په يوې مدرسې کې د طالبانو په ليکو کې تر جذب وروسته جلال اباد ښار ته د ځانمرګي بريد په موخه انتقال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني طالبانو تېره شپه دولس بجې د اوربند اعلاميه خپره کړه، چې دوی به د اختر په شپو ورځو کې هېڅ ډول بريد نه کوي، خو نن يې په ننګرهار کې دا ځانمرګی بريدګر ونیول شو، چې غوښتل یې د جلال اباد ښار په ګنه ګوڼه کې ځانمرګی بريد تر سره کړي، چې يو ځل بیا افغانان په وینو کې لت پت کړي.
طالبان دې پاکستان دي او د پنجاب مرتد حکومت امرونه او وحشتونه دلته عملي کوي.