د یو لک شل زره تنخواه باندې کارمند ته یوه کورنۍ اړتیا لري

یوه بډایه کورنۍ اعلان وکړ چې دوی د دوه املاکو څارلو لپاره میړه او میرمنې ته اړتیا لري چې د نورو ګټو تر څنګ به د یو لک شل زره ډالر کلنۍ تنخوا ورکړل شي.

یو کور د فلوریډا په نیپلس ښار کې، او بل یې په بهاماس ښار کې دی. هغه څوک چې دوی ورته د کارکولو لپاره اړتیا  لري باید د دوشنبه تر جمعې پورې د سهار له 8 څخه تر ماښام 5 پورې کار وکړي، او په دواړو ملکیتونو کې به خصوصي استوګنځي هم ورته چمتو شي.

یو بې نومه اعلان کې راغلي چې د څلور بډایه کورنۍ کارمندانو ته اړتیا لري ترڅو د دوی ملکیت ته پاملرنه وکړي.

په مرکه کې بریالي نوماندان به د کورنیو کارونو لپاره موټر هم ورته چمتو شي او د پورته ذکر شوي دوو ملکیتونو څخه یوه کې اوسیدلی شي. صحي بیمه به د غاښونو او نورو ناروغیو درملنې لپاره هم ورته چمتو شي.

په نیپلس ښار کې درې کورنه نهه خونې لري او په  بهاماس کې څلور کورونه شپاړلس خونې لري.  بډایه کورنۍ د حوض پاکېدو او انګړ صفا کېدو لپاره دې کورونو ته کارمندان هم ګومارلي دي.

د اعلان په وینا ، دوی د یوې بلې واده شوې جوړه په لټه کې دي چې وکولی شي په ښار کې د ملکیت ساتنه وکړي او یوځای سفر وکړي.

غوښتونکي باید د متحده ایالاتو د موټر چلولو لایسنس او ​​کاري جواز ولري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com