خبریال ویب پاڼه: د هند کرکټ ملي لوبغاړي په پرلپسې ډول د کورونا ضد واکسین کوي چې له دې څخه یې دوه موخې دي:
۱ـ د خپل ژوند ګواښ لرې کول
۲ـ نور هم دې ته هڅول ترڅو د کورونا واکسین وکړي.
به دې لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي ویراټ کوهلي هم د کورونا ضد واکسین وکړ او له خپلو هیوادوالو څخه یې د دې غوښتنه وکړه چې هر څومره ژر شونی وي نو د کورونا واکسین دې وکړي تر څو د دې ناوړه ناروغۍ مخه ونیسي.
ویرات وهلي د هند کرکټ ملي لوبډلې او ورسره د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې کپتان ده چې په ۵ د نوامبر په کال ۱۹۸۸زېږېدلی ده.
دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د کورونا ویروس ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او هره ورځ په زرګونه کسان د دې وېروس له امله خپل ژوند بایلي چې د همدې له امله د هند کرکت بورد څو ورځې وړاندې په دې پرېکړه وکړه چې د ای پي اېل سیالۍ به د نامعلوم وخت لپاره ځنډوي ځکه د ای پی اېل لوبو په لړ کط د ډېریو لوبغاړو د کورونا تېسټ پایله مثبت راغلې وه.
د هند کرکټ بورد د دې اعلان وکړ چې که چېرې دوی وغواړي د ای پي اېل سیالۍ ترسره کړي نو د دې لپاره به بل هیواد غوره کړي چې د انګلستان، سریلانکا او ځینې نورو هیوادونو د ای پی اېل پاتې لوبو کولو په دې هیوادونو کې وړاندیز هم وکړ.
له نوموړي څخه مخکې شیکر دهون او اجینکی ریهانی هغه نور لوبغاړي دي، چې د کورونا ضد واکسین يې کړي دي همدا راز پاتې لوبغاړي هم ښايي په نږدې ورځو کې د کورونا ضد واکسین وکړي.
ویرات د هندۍ سینما له نوموتې فلمي لوبغاړې انوشکا شرما سره په ۱۱ د ډسېمبر په کال ۲۰۱۷ کال واده وکړ چې دواړه په نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري او څه موده وړاندې د دواړو یوه جلۍ په نوم د وامیکا کوهلي وزېږېده.
په ټولنیزو رسنیو کې د ویرات د واکسین کولو عکسونه هم خپاره شول چې په پوست کې له خلکو څخه يې هم غوښتنه کړې وه تر څو چې د کورونا ضد واکسین وکړي.
لیکنه: مریم صدیقي