د حجر اسود په تاریخ کې لومړی ځل د 49000 میګافیکسل په نږدې عکس اخستلو د جنت د ډبرې حیرانونکې ځانګړتیاوې
د سعودي د اطلاعاتو وزارت د چارواکو په وینا ، عکس د 49،000 میګا پکسل کیمرو په واسطه د حجر اسود نږدې عکس اخستل شوی دی. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د حجر اسود دا ډول نرم او شفاف عکس رنګ شوی دی.
د سعودي د اطلاعاتو وزارت چارواکو وویل چې حجر اسود د جنت ډبره ده. پدې ډیر ښکلي عکس کې د 49،000 میګاپکسیل نږدې عکس اخیستل شوی چې ښیې جنت به څومره ښکلی وي. دا د پام وړ جوړ شوی عکس د فوتوګرافي وروستي تخنیک، د فوکس سټیک پینورما، کوم چې د کوچني عکسونه ترکیب سره رامنځته کېږي کارول شوی دی. د دې عکس په اخستلو 7 ساعته او په ترکیب یې 50 ساعته وخت مصرف شوی دی.
حجر اسود مانه د تورې تیږې دي چې د کعبې په سویل ختیځ دېوال کې ځای په ځای شوي دي. دا درې لوی او څو کوچنۍ ټوټې لري چې د دوه نیم فوټ قطر په دایره کې تړل شوې دي. دوی په د سپینو زرو پوښل شوي دي. د حج یا عمرې په جریان کې مسلمانان هر کله چې طواف کوي د حجر اسود ډبره ښکلوي. ابراهیم علیه السلام او د هغه زوی اسماعیل علیه السلام د کعبې په جوړولو بوخت و کله چې جبرائیل له جنت څخه توره تیږه راوړه چې ابراهیم په کعبه کې نصب کړې وه.
کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم 35 کلن شوو، قریشو کعبه بیا جوړه کړه، خو قومونو د حجر اسود تیږي په دیوال کې ځای پر ځای کولو کې شخړه وکړه. دا د هرې قبیلې هیله وه چې دا خوښۍ او ویاړ د ځان کړي. ټاکل شوې وه چې سبا لومړنی کس چې سبا کعبې ته راځي د شخړې پریکړه به کوي. تر ټولو دمخه، د پیغمبرانو وروستی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راغی.
دې شخړې ته د پای ټکي ایښودو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم تورې تیږې په یوه څادر کې کېښودې او له ټولو قومي مشرانو یې وغوښتل چې د چادر کونجونه ونیسي او کعبې ته یې ورسوي. دوی ټولو دا په ګډه واخیست او کله چې چادر کعبې ته ورسېده ، هغه د خپلو مبارک لاسونو سره توره تیږه (حجر اسود) د کعبې په دیوال کې کیښود.
د ترمذي شریف د روایت له مخې ، حجر آسود د جنت یو ډبره ده چې روښنایي یې د الله سبحانه وتعالی له خوا ور ختم کړل شوی دی او نړۍ ته یې رالیږلې که چېرته روښنایي ختمه کړل شوې نه وای نو دومره رڼا به یې وه چې د نړۍ له ختیځ نه تر لوېدیځ پورې به یې ټوله دنیا رڼا کړې وه دا د شیدو په څیر سپینه وه چې نازل شوې وه ، مګر د انسان ګناهونو دا توره کړې ده.