خبریال ډاټ کام
د بالیووډ اداکار ته د مړي په مراسیمو کې د ژړا کولو لپاره د 5 لکه روپو وړاندیز شوی و
د بالیووډ اداکار په ډاګه کړه ، چې د یو شتمن سوداګر په مړي د اوښکو تویولو لپاره راته د 500،000 روپو وړاندیز شوی.
د بالیووډ وتلی اداکار چانکی پانډي څرګنده کړې چې هغه په 2009 کال کې د یوه سوداګر له مرګ وروسته د هغه د کورنۍ لخوا ورسره رابطه شوې وه او ورته وړاندیز و چې کور ته په راتلو او په ژړا انګولا به درته پنځه لکه درکړو.
اداکار وویل چې دوی زه غوښتل د وژل شوي وروستي مراسمو کې ګډون وکړم او یو څه ژړااو اوښکې تویه کړم ، ځکه چې دوی غوښتل خپلو پور اخیستونکو ته دا تاثر ورکړي چې دوی په یوه فلم کې پانګونه کړې چې د خوشې کیدو وروسته به دوی ټول پورونه بیرته ورکړي. ما سمدلاسه وړاندیز رد کړ ، مګر بیا د کورنۍ وضعیت په لیدو سره، زه د دوی لپاره بخښنه غواړم او ما یو بل اداکار هلته ولیږه، مګر چینکي پانډې د اداکار نوم نه دی ښودلی.