امریکایئ ښځې د میلیونونو ټکټ د کالیو ماشین ته اچولی

په ژوند کې کله کله انسان ته داسې چانسونه برابرېږي چې هغه د ژوند لویو څوکو ته بیایي او څه بد مرغه دي هغه خلک چې ټول ژوند د داسې چانس په تمه وي چې ژوند یې وربرابر شي خو اخر هم یوه وړه تېروتنه او یوه وړه بې غوري دا هر څه له منځه وړي.

تقریبا د نړۍ هر وکړئ په خپل ژوند کې یو ځل هرو مرو د دې ارمان کوي د دې چې هغه دې په یو دمي توګه د نړۍ یو لوی انسان شي او دومره پیسې ولري چې د شمېرلو نه وي.

همدې ته ورته کیسه له یوې امریکایي مېرمنې سره وشوه او هغه څوک چې به اوس میلیونره وه د یوې وړې تېروتنې له وجې ونه کړی چې خپلو هیلو ته ورسېږي.

په امریکا کې یوې مېرمنې د دې ادعا کړې ده چې هغه د میلیونونو پیسو تکټ ګټلی ده خو له بد چانسې ورسره داسې کیسه شوې ده چې خپل ټکټ یې چې د پتلون په جیب کې وه له کالیو سره مینځلی ده.

او په دې سره  وړه تېروتنه یوه امریکایي میرمنه له میلونونو ډالرو څخه محرومه کړه.د لاترۍ د ادارۍ د معلوماتو له مخې که چېرې دغې میرمنې له کالیو سره خپل لاټرۍ ټیکټ نه و مینځلی نو اوس به یې ۲.۷ میلونه ډالر خاونده وه.

هغه راپورونه چې په رسنیو کې خپاره شوه له مخې یې ویل کېږي چې کله ښځې په دې خبره شوه چې د هغه ټکټ د میلیونونو ډالرو چم ګټلی ده نو سم د واره یې د ټکټ اړوند ادارې ته مسج وکړ د خپل ټکټ خرابېدو کیسه یې ورته ټوله وکړه.

خو د لاټرۍ ادارې نوموړې ښځې ته د چک ورکولو څخه انکار وکړ او ویې ویل چې پرته له ټیکټه ورته ګتلې ډالۍ چې د میلیونونو پیسو چک دی نه شي ورکولی. مګر کله چې میرمنې هغو خلکو ته قسمونه یاد کړل نو یاد خلک هم دې ته راضي شوه چې ټول ریکارډونه له سره نه وګوري.

بله خوا  د لاټرۍ ادارې کار کوونکي دا ویلي چې دوی ډېره هڅه کوي ترڅو ټول عکسونه وګوري او دا معلومه کړي چې د نوموړې میرمنې ادعا سمه ده او که نه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com