خبریال ډاټ کام/ د یوه 35 کلن پښتون ځوان مړی په لاهور ښار جوهر ټاون پاکیزه هوټل کې په یوه خونه کې په پکه پورې ځوړند وموندل شو، ایا دا ځان وژنه ده یا قتل شوی؟ پولیسو شواهد راټول کړي او عملیات یې پیل کړي دي.
د پولیسو په وینا دغه جسد د جوهر ټاون په ایف بلاک کې د پاکیزه هوټل په یوه خونه کې په پکي پورې ځوړند وموندل شو. 35 کلن عصمت الله چې په لاهور خان مشهور و د درې ورځو راهیسې په پاکیزه هوټل کې اوسیدلو، د هوټل د انتظامیې په وینا کله چې له پرون راهیسې د لاهور خان د خونې ور بند پاتې و نو دوی خپله پولیسو ته احوال ورکړ. کله چې پولیسو دروازه ماته کړه. د هوټل په خونه کې پانسۍ شوی مړی وموند ، پولیسو او د عدلي ټیمونو د پیښې څخه شواهد راټول کړل او جسد یې د مړو کور ته انتقال کړ.
پولیس وایی پیښه وژنه ده یا ځان وژنه؟ پلټنې روانې دي ، په هرصورت ، لاهور خان د پاکستان خوشاب کې د جوهرآباد د سیمې اوسیدونکی و.
د بله پلوه د ډي ای جي عملیات ساجد کیاني د پیښې له امله د ایس پی صدر حفیظ بګټي ته رسیدلی او د تورن کسانو د نیولو فوري امر یې کړی دی.
د یادونې وړ دی چې د لاهور خان په مرګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ هم خپله غمرازي شریکه کړې او ویلي یې دي چې:
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي انور سلېمانخېل کشر ورور عصمت الله عرف لاوور خان د ناڅاپي مرګ په دروند غم ژور غمجن یو. د لوئ څښتن څخه ورته لوړ جنتونه او ټولې کورانئ او خواږو ته ئې صبر جمیل غواړو.
د لاهور خان په مرګ په پنجاب کې میشت پښتانه دردېدلي او د لاهور خان مرګ یې ځان وژنه نه بلکې قتل ګڼلی دی.