د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته هرکال څومره بودیجه ورکوي؟

خبریال ویبپاڼه- نسيم الله دانش د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رئيس ده، وايي چى افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړيوال شورا هر کال اته ميليون ډالر بودجه ورکوى.

نسيم الله دانش چى پر فيسبوک کى په ژوندى بڼه مرکه کول وويل،هغه وخت چى نوموړى د کرکټ بورډ عمومي رئيس افغانستان دويم درجه لوبډله وه، هغه وخت ورته د کرکټ نړيوالي شورا د مياشتي دوه ميليون ډالر بودجه ورکول.

نوموړى وايي، د افغانستان کرکټ بورډ اوس د کرکټ نړيوالي شورا بشپړ غړيتوب لرى، او هرکال ورته 8 ميليون ډالر بودجه ورکوى، او ټولى پيسى بى ځاى مصرفيږى او هيڅه ځاى نده معلوم.

نسيم الله دانش وايي، چى اوسنى بودجې زيات برخه يي په معاشون مصرفيږى، او له معاشونو پرته هيڅ کار نه ليدل کيږى.

نسيم الله دانش د شپږيز ليګ په اړه هم وويل، هغه وخت چى زه د کرکټ بورډ رئيس وم، د شپږيزى ليګ له لارى 8لک ډالر ګټلى وه، او اوس دغه ليګ په تون کى روان ده.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني رئيس نسيم الله دانش وايي، جى اضغر افغان له نړيوال جام ورسته استفاء وکړى.

نسيم الله دانش چى د افغان کريک انفو ويپ پاڼي سره په ژوندى بڼه مرکه کول د لوبډل مشر په اړه يي خبرى کولى،  وويل اوس وخت نه ده چى لوبډل مشر دى بدل شى.

د دانش په وينا، هغه مخکى هم خبرى کړى وى، چى لوبډل مشر کم تر کم بايد دوه کال وړندى له نړيوال جام څخه بدل شى، ترڅو نوى لوبډل مشر ځان لپاره لوبډله جوړ کړى.

نسيم الله دانش د اصغر افغان په اړه وويل، چى اوس نړيوال جام ته کم وخت پاتى ده، او بايد لوبډل مشر بدل نه شى، او اضغر افغان ته پکار ده چى نړيوال جام څخه ورسته استفاء وکړى.

نسيم الله دانش دا هم وويل، چى اوسني د کرکټ بورډ ادار په بشپړ ډول ناکامه ده، او وى ويل چى د هغه وخت د پرمختګ نيمايي پرمختګ هم اوس ندى پاتى.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com