د طالبانو ترمنځ اختلافات؛ د تخار طالبان د کوټې شورا نه مني

خبریال وېبپاڼهد طالبانو د تخار واليمولوي نورالدین د کوټې شورا د خصوصي محکمې هغه پرېکړه رد کړې ده چې د ځايياوسېدونکو د غصب شویو مځکو په تړاو یې کړې وه.‌

د خواجه بهاوالدین سلګونه اوسیدونکې په ۲۰۰۷ کال د پاکستان نه تخار ته استانه شول خو د تخار ځایې جنګسالارانو خپلو زراعتې ځمکو او کورونو ته پرې نښودل.

د دغه راستانه شویو کسانو یو شمېر دولتي او ځیني نور یې د جنګسالارانو له لوري‌پّ شخصي زندانونو کې زندانیان شول.‌

د تخار اوسېدونکي وايي چې راستانه شویو کډوالو د حامد کرزي حکومت کې محکمو ته مراجعه وکړه ، ټولو دولتې محکمو د اسنادو د کتلو نه وروسته د راستانه شویو کډوالو په حق کې پریکړه وکړه خو ځایې  ازبک جنګسالارانو  او د ښاغلي‌کرزي  اداری د محکمو د پریکړي د عملې کولو په وړاندی  خڼد واقع شول .

دوه کاله وړاندی دغه سیمه  د طالبانو لاس ته ولویده او متاثرینو د طالبانو د محکمې دروازه ور وټکوله، د طالبانو د محاکمو مشر شیخ نورالله او  مشهور قومندان ملا قیوم ذاکر ددې مسلې د حل لپاره خصوصي محکمه وټاکله ، محکمې پریکړه و کړه خو د طالبانو د تخار والې ملا نورالدبن ددغی پریکړی په وړاندی خنډونه جوړه کړل چی لامله یې د طالبانو د محکمی پریکړه له خنډ سره مخامخ شوی .

دا چې ملا نورالدین په تخار ولایت کې پیاوړی موقف لري نو د طالبانو د کوټې شورا پرېکړي په زغرده ردولای شي.‌
د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبباڼې ته وویل چې د مولوينورالدین له لوري د طالبانو د محاکمې پرېکړې نه منلو طالب مشران په غوسه کړيدي.‌

د یادولو وړده چې په طالبانو کې اختلافات پخوا هم موجود وو خواوس دا اختلافات عالني شوي او وخت ناوخته رسنیو ته هم را وزي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com