په پاکستان کې د امریکايی اډې د جوړېدلو ګتې!

خبریال وېبپاڼهد امریکا متحده ایالات او پاکستان یوه تړون ته سره بوخت دي  چې د پاکستان تر ولکه لاندي بلوچستان ایالت کې امریکايي ځواکونو ته یوه پوځي اډه ورکړي.

دا اډه به ظاهرآ په افغانستان کې ترهه ګر فعالیتونه څاري او هغه دسیسې به شنډوي چې د امریکا یا د هغوی د متحدینو په خلاف جوړېږي.

تر اوسه دا خبره یوڅه ګونه وه خو تېره ورځ پاکستاني رسنیو داسي انځورونه او خبرونه خپاره کړل چې ددې اډې د جوړېدو ژمنه دواړو هیوادونو امریکا او پآکستان سره کړې ده.‌

دا اډه په پاکستان کې جوړېدل د افغانستان لپاره ځینيښه او ځیني بد پیغامونه لري.

بد پیغام دادی چې د امریکا او پاکستان اړیکي‌لا نوري ټینګېږي او پاکستان کولای شي چې د امریکانه لا نور امکانات تر لاسه او خپل پوځ او اقتصاد مضبوط کړي.

داسي خبرونه ترلاسه کېږي چې امریکا پاکستان ته دوه نیم اربه ډالر مرسته ورکوي.‌

امریکايي اډې چې د نړۍ په هر ګوټ او کنار کې شتون ولري د هغه سیمې د اقتصاد کچه ورسره زیاتېږي؛ دوی له اوبو تر خوړو هرڅه پېري او هلته په ځايي کچه کاکونکي ګوماري او د اډې ورکونکي هیواد ته د مرستې په نوم باج ورکوي.

بره یې ګټه یاده شوه خو امریکايي اډې خپل تاوانونه هم لري‌او په تېره بیا په داسي یوه هیواد کې چې هغه کې مذهبي توندلاري زیاته وي او د هیواد بنسټ د مذهب پر نوم ایښودل شوی وي.

که څه هم پاکستاني مذهبي ډلې د هغه هیواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای پیدا وار دي او هغوی ددې امریکايي اډې په تړاو غوڅ دریځ نشي خپلولای؛ خو افغانستان ته ددغې اډې یوه ګټه داده چې د توندلارو مذهبي ډلو د توندلارو کسانو شمېر په اتومات ډول را ټیټیږي او تر کومه بریده چې ځوانان په توندلارو ګوندونو کې پاتېږي نو د هغوی نفرت د خپل حکومت په وړاندي سر وهي. یعنيد پآکستان د حکومت او هیواد پر ضد به توندلاریتوب را برسېره شي.

د هم دغې امریکايي پوځې اډې ګټه داده چې لږ ترلږه اوس به طالبان په دې پوره ډاډه شي چې پاکستان دوی ددې لپاره جنګول چې دا پوځي اډې د افغانستان پر ځای په پاکستان کې جوړي شي. نو د هم دغو اډو په جوړولو سره به د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي ورو ورو ګډو ډ شي؛ خیني طالب مشران به پاکستان ووژني؛ ځیني به په افغان استخباراتو په افغانستان کې ووژني؛ د ځینو جایدادونه به ترې قبضه کړي او ځیني نور به ونیسي.

دا سلسله به په یو یا دوه کلونو کې دې کچې ته ورسېږي چې پر پاکستان به د طالبانو اعتبار ختم شي.‌

په بلوچستان کې د پوځي‌اډې جوړېدل بله ګټه دا لري چې د طالبانو په میانځ کې شته اختلافات به لا نور غښتلي شي او د پاکستان مخالف طالب لوری به تکړه شي او ښايي په اساني د طالبانو واک په لاس کې واخلي.

هم داراز ددغې اډې بله ګټه افغانستان ته داده چې د پاکستان روسیې؛ پاکستان چاینا؛ پاکستان او ایران اړیکيبه بې باوره شي؛ او دا درې واړه هیوادونه مجبور دي چې پر افغان حکومت سرمایه ګزاريوکړي.

په پاکستان کې د امریکايي اډې د جوړېدلو پاکستان ته بل تاوان دادی چې د پآکستان او چین ترمیانځ د سي پک د اربونو ډالرو لویه منصوبه چې چین له ګوادر سره نښلوي ناشونې کېږي. دا منصوبه ناکامه ول په اوږده واټن کې د پاکستان د اقتصاد پر مرۍ چاړه ایښودل دي.

که څه هم د پاکستان د خېرکې استخباراتي ادارې ای ایس ای له لوري‌ داسي‌ کار ته اجازه ورکول ناشوني برېښي؛ خو که دا کار وشيپه لویه کې د افغانستان نجات ته یوه لاره پرانیستل کېږي او تر ډېره بریده به د جهاد په نوم پیل شوې جګړه ختمه شي چې په افغانستان کې په اتومات ډول سوليته لار هواره ولای شي.

له بده مرغه افغان حکومت په لاوبي‌کولو کې کمزوری دی خو هغه افغانان چې لاوبینګ کولای شي‌او یا د نړۍ په بیلا بیلو حکومتونو کې له لوړرتبه مامورینو سره اړیکيلري و دې هڅوي چې امریکایان په پاکستان کې پوځي‌ اډه جوړه کړي.

د افغانستان نه د جګړې د مخ اړولو لپاره په بلوچستان کې د امریکایانو اډه یو په زړه پوريګام دی او هلته مېشت بلوڅ آزادي غوښتونکي به هم له امریکايي ځواکونو سره اړیکي پیدا کړي او ورو ورو به آزادي ته لار هواره کړي.‌

په لویه کې د امریکا ددې ګام ملاتړ په کار دی او افغان سیاسیونو؛ د نظر خاوندانو او حکومت ته په کار دي چې امریکایان پر شا وټکوي چې ستاسو اډه په پاکستان کې د افغان سولي‌د ضمانت په معنا ده هر څومره ژر چې کولای شئ جوړه یې کړئ.‌

لیکوال: میرویس افغان   

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com