خبریال ویبپاڼه – د هند د کریکټ د پخواني کپتان او افسانوي کرکټر سچن ټنډولکر او د هغه د میرمن انجلي ترمینځ لومړۍ ناسته د اتفاق خبره وه مګر وروسته بیا په لومړي لید کې په مینه بدله شوه. سچن ټنډولکر پرون د خپلې 26 کلنۍ واده کلیزه له خپلې میرمن انجلي سره ولمانځله ، مګر د هغه مینه وال په دې نه پوهیدل چې هغه کله او څنګه له انجلی سره ولیدل.
په 2015 کال کې د خپل ژوند په اړه د ټنډولکر کتاب ‘پلیینګ ایټ مای وے’ په افتتاحي شرکت کې برخه اخیستې وه، د هغه میرمن انجلي دا کیسه له مینه والو سره شریکه کړه ، چې زموږ لومړۍ ناسته د ممبۍ په نړیوال هوایی ډګر کې ترسره شوه چیرې چې سچن انګلینډ څخه راستون شوی و او زه هوایی ډګر ته زما د مور د راتلو لپاره تللې وم.
سچن په هغه وخت کې 17 کلن و او میرمن یې ډاکټره جوړېدله، دواړو په هوای ډګر کې یو بل سره ولیدل مګر هیڅ ونه پیښ شول ځکه چې تندولکر یو ډیر شرمونکی سړی دی او انجلی هم په دې نه پوهیده چې سچن یو کرکټر دی. وروسته دواړو د یو بل ملګري په کور کې وکتل او خبرې یې پیل کړې.
د سچن ښځې وویل کله چې سچن ماته د هغه د مور او پلار سره د لیدو لپاره د هغه کور ته بلنه وکړه ، ده راته وویل چې زه به خپل مور و پلار ته د ډاکټر په ځای د ژورنالیست په توګه معرفي کوم ، چې ما په اسانۍ سره ورسره ومنل. د دوی د مينې په کیسه کې هغې دا هم وويل چې څنګه چې په هغه وخت کې ګرځنده تليفونونه نه و ، نو ما هغه ته د ليکونو له لارې خپل پيغامونه استول.