د کب نیولو بې څارې سیالۍ پیل شوه

په متحده ایالاتو د بوټ دیلر په نوم شرکت لخوا یو بې څارې او په زړه پورې لوبه اعلان شوې ده چې د کب نیونکو او هغه کسانو لپاره چې غواړي پيسې لاسته راوړي دا  سیالۍ خورا په زړه پورې ده.

په دې لوبه کې د شرکت لخوا یو کب معرفي کېږي او له ټولو ګډونوالو څخه د دې غوښتنه کېږي چې همدا یاد کب ونیسي تر څو د یو لک ډالرو په ارزښت جایزه وګټي.

په متحده ایالاتو د بلوف ښار یو اوسیدونکی چې واټسن میرین نومېږي د دې سیالۍ په اړه له رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د یو ډول کوچنۍ خولې درلودونکی ځانګړی کب به یو ورځ په دولسو بجو او څلویښت دقیقو اوبو ته خوشې کېږي او بیا تر سبا یوولسو بجو او نهه پنځوس دقیقو به د لوبې ګډونوال د دې کب د نیولو هڅه کوي.

د کب نیول په یوه ځانګړي لرګي سره کېږي چې د کب نیولو مهارت هم په هر چا کې نه ده نغښتی او نه هم د دې کب نیول به کوم اسانه کار وي خو په ټوله نړۍ کې د کب نیولو شوق او ذوق په ډېرو خلکو کې پروت دی چې په متحده ایالاتو کې هم وخت ناوخت د کب نیولو نوروې سیالۍ هم د هغو کسانو لپاره کېږي چې د دې لوبې او مهارت شوقیان وي.

میرین واټسن د خپلو خبرو په دوام کې ویلي چې هر څوک چې ټاکل شوی کب ترټولو لومړی ونیسي نو یاد شرکت لخوا به د دې بې څارې او لویې جایزې ګټونکی اعلان شي.

د شرکت له لورې داسې ویل شوي چې د لوبې ګډونوال دې ته اړتیا نه لري تر څو نوم لیکنه وکړي او بیا په لوبه کې ګډون وکړي خو هغه کس چې کب ونیوه نو باید له چاړه او تار سره وي تر څو د دوی د جایزې ګټونکی شي.

هر څوک چې  دا سیالۍ به ګټي نه یوازې دا چې د دې سیالۍ څخه به خوند اخلي او له خپلو مهارتونو لپاره به پکې کار اخلي بلکې هغه ټاکل شوې جایزه به یې ژوند کې یو لوی بدلون راولي ځکه د یو لک ډالرو ګټل شاید د انسان ډېر کلونه وخت ونیسي خو داسې په یو ځل ګټل یې د انسان ژوند کې ډېر بدلون راولي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com