_شهزاد یواځیني افغان لوبغاړی دی چې په یورځینو لوبو کې يې ډیرې سلیزي ترلاسه کړې دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چي د شل اوریزو لوبو سربیره یورځیني او ټیسټ لوبي يط هم ترسره کړې دي.
_مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یوورځینو لوبو کې يي ډیري سلیزې جوړې کړې وي.
لومړی – محمد شهزاد محمدي په لومړي مقام کې شتون لري. محمد شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٩ کاله پورې ٨٤ یوورځیني لوبي ترسره کړې دي. او په یادو لوبو کې يې ٢٧٢٧ منډې هم جوړې کړې دي. نوموړي د ١٤ نیمه سلیزو په ګډون يې ٦ سلیزې هم جوړې کړې دي. او په یوه لوبه کې لوړ سکور یې ١٣١ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کول دي._
دوهم – رحمت شاه زرمتي چي په دوهم مقام کې شتون لري. رحمت شاه زرمتي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠٢١ کاله پورې ٧٦ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.او په یادو لوبو کې يې ٢٤٦٧ منډې هم جوړې کړې دي. نوموړي د ١٦ نیمه سلیزو په ګډون يې ٥ سلیزي هم جوړې کړې دي. او په یوه لوبه کې اوچت یا لوړ سکور يې ١١٤ منډې ترلاسه کول دي.
دریم – نوروز منګل چې په دریم مقام کې شتون لري. نوروز منګل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پوري ٤٩ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. او په یادو لوبو کې يې ١١٣٩منډې هم جوړي کړې دي. نوموړي د ٤ نیمه سلیزو په ګډون يې ٢ سلیزې هم جوړي کړې دي. همدارنګه په یادو لوبو کې لوړ سکور يي ١٢٩ دي.
څلورم – کریم خان صادق چې په څلورم مقام کې شتون لري. کریم خان صادق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې ٢٤ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. او په یادو لوبو کې يي ټولې ٤٧٥ منډې جوړې کړې دي. نوموړي کومه نیمه سلیزه نه لري خو ٢ سلیزي يې جوړي کړې دي. او په یوه لوبه کې يي لوړ سکور يي ١١٤ دي.
دا هغه لوبغاړي دي کوم چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې په یو ورځنیو لوبو کې يې تراوسه تر نورو ټولو افغان لوبغاړو ډیرې سلیزې ترلاسه کړې دي.