ډیر ژر به له افغان لوبغاړو یو، یو ټېسټ واخیستل شي

خبریال ویبپاڼه – د افغانستان په کرکټ بورډ کې یوې سرچینې کرېکڅار ویبپاڼې ته وویل، چې ډیر ژر به د ملي لوبغاړو څخه د فزیکي وړتیا یا یو – یو فېټنېس ټېسټ واخیستل شي کوم چې په کرکټ کې تر ټولو اړین دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې ډیر ژر به د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو څخه د یو – یو، یو ټېسټ ازموینه واخلي او بیابه یې د تمریناتي کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړي.

د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي څانګې په ټولو لوبغاړو غږی کړی دی چې نور به لوبغاړي د فېټنېس ټیسټ پاس کولو وروسته ملي لوبډلې ته انتخابیږي او له دغې فزیکي ازموینې پرته به هیڅ یو لوبغاړي ته د مخکې تګ اجازت ورنکړل شي.

د کرکټ بورډ له لوري د لوبغاړو د دغې ازموینې په تړاو لا رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، چې کله،کوم ځای او په کومه نېټه به پیل شي؟، خو د کریکڅار د معلوماتو له مخې ممکن نن یاهم په راتلونکو څو ورځو کې دغه ازموینه کابل کې له لوبغاړو څخه واخیستل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې د دې سختې ازموینې پرمټ د لوبغاړو فزیکي وړتیا او فېټنېس په اړه پایله ترلاسه کړي او د جوړښت لپاره ورته منظم تمریناتي کمپ په لاره واچوي.

ویل کیږي د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په کابل کرکټ لوبغالي کې له څه وخت راهیسې تمریناتي کمپ هم پیل کړی و، خو اوس بیرته پای ته رسیدلی دی.

هغه افغان لوبغاړي چې دامهال له هیواد بهر په تجارتي لیګونو کې لوبیږي د هغوی پرته په هیواد کې ټول ملي لوبغاړي کابل ته غوښتل شوي دي څو د فېټنېس ټېسټ ازموینې په دغې پروسه کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې لومړی د فېټنېس ازموینه ترسره کړي او هغه لوبغاړي چې پکې پاتي راځي د راتلونکي پړاو لپاره یې چمتو کړي.

دغه تمریناتي کمپ د پاکستان سره په سپټمبر میاشت کې د دریو یو ورځنیو لوبو لپاره، همداراز شپږیزې کرکټ لیګ لپار او هم په عادي ډول د لوبغاړو د بشپړ چمتو والي په خاطر په لاره اچول کیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com