د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړې رویندرا جدیجا چې اوس مهال په انګلستان هېواد کې دی، او د نیوزیلینډ لوبډلې پر وړاندې د نړیوال ټیسټ چیمپین شيب لپاره چمتو والی نيسي، نوموړي له خپلې میرمنې سره یو ځای د خپل د لور څلورمه کلیزه لمانځلې.
د کریک ټرایکر په نوم یوې ورزشي وېبپاڼې د جدیجا او میرمنې رویبا ګډ انځور خپور کړی او ورسره يې لیکلې چې هغه او میرمنې يې د خپل د لور څلورمه کلیزه ولمانځله.
وېبسایټ زیاتوي چې دوی د خپل د لور د کلیزې هغه پیسې چې دوی غوښتل چې مصرف يې کړي، په بې وزلو او غرییو کورنیو ویشلې، او د پنځو غریبو او بې وزله کورنیو لاس نیوای يې کړی دی.
جدیجا او میرمنه یې له یو بل سره ډیره مینه لري دوی همیش په ټولنیزو رسنیو کې ګډ انځورونه خپروي او خپله مینه پکې ښايي.
رویندرا جدیجا د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی دی چې د هند لپاره يې په ۵۱ تيسټ سیالیو کې ۱۹۵۴، په ۱۶۸ یوورځینیو سیالیو کې ۲۴۱۱ او په ۵۰ شل اوریزو سیالیو کې يې ۲۱۷ منډې تر لاسه کړې دي چې تر ټولو زیاتې منډې يې په یوه سیالۍ کې ۴۴* ناسوځېدلې منډې دي.
نوموړی د توپ وهنې تر څنګ د هند لپاره ډیره ښه توپ اچونه هم کوي چې په ټیسټ سیالیو کې يې ۲۲۰، په یوورځینیو سیالیو کې يې ۱۸۸ او په شل اوریزو سیالیو کې يې ۳۹ ویکټې تر لاسه کړې دي.
یاده دې وي چې جدیجا د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو کې هم لوبیږي چې په ۱۹۱ سیالیو کې يې ۲۲۹۰ منډې تر لاسه کړې دي.