_په دوو لیګونو کې درېیوو افغان لوبغاړو څلور وېکټې واخیستې_
_تېره شپه درې افغان لوبغاړي د پاکستان او انګلستان سوداګریزو لیګونو کې ولوبېدل، چې هر لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لرلې._
_تېره شپه یواځې افغان بالران په لوبډلو کې شامل وو._
_ظاهرخان پکتین په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د کوېټې په ګټه ولوبېد، چې د ملتان سلطان لوبډلې پر وړاندې یې ښه توپ اچونه وکړه._
_هغه په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او پاکستانی سهیب مقصود یې په ۵ منډو کلین بولډ کړ._
_ملتان لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د شان مسعود د ۷۳ منډو او د جانسن چارلس د ۴۷ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړې._
_کوېټې لوبډلې یې په ځواب کې په ۱۲ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۳ منډې وکړې او لوبه ترې ملتان سلطان په ۱۱۰ منډو وګټله._
_عمران طاهر درې او عمران دوه لوبغاړي وسوځول._
_نن پنجشنبه اسلام اباد د پېښورزلمي پر وړاندې مازیګر پنځه نیمې بجې او ماخستن مهال کراچۍ د لاهور پر وړاندې لوبه کوي._
_بلاسټ سیالیو کې د قیس احمد او نوین الحق لوبه_
_قیس احمد چې د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې د کېنټ لوبډلې په ګټه لوبېږي، تېره شپه یې د ګلامورګن پر وړاندې لوبه کې په ۴ اورونو کې شل منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه._
_دا لوبه د قیس احمد دې لوبډلې په ۴۰ منډو وګټله._
_د قیس احمد دې بله لوبه د یکشنبې په ورځ له اېسېکس لوبډلې ده._
_تېره شپه نوین الحق یو ځل بیا د لېسېسټرشایر لوبډلې په ګټه غوره توپ اچونه وکړه._
_هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې._
_په دې سره نوین الحق په بلاسټ لیګ کې په ۴ لوبو کې د خپلو وېکټو شمېر لسو ته ورساوه._
_د نوین الحق دې بله لوبه د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۰ مه له نارتمټن شایر لوبډلې سره کوي، دا لوبه ماښام شپږ بجې پیلیږي._
_له نارتمټن شایر لوبډلې سره محمد نبي عیسی خېل هم لوبېږي._
_نو په دې ډول یوه وېکټ ظاهرخان، یوه وېکټ قیس احمد او دوه وېکټې نوین الحق ترلاسه کړې او درې واړو څلورو وېکټې وغورځولې._
په دوو لیګونو کې درېیوو افغان لوبغاړو څلور وېکټې
واخیستې