خبريال-وېبپاڼه
پست او مزدور دښمن نن بيا خپل اصليت په ډاګه کړ، نن يې بيا اويا کورنۍ د غم پر ټغر کېښنولې، نن يې بيا تنکي او ګلالي ماشومان په وينو کې لت پت کړل.
د اسلام او وطن دښمن نن پر ښوونځي زده کوونکو بريد وکړ او لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
زده کوونکو بکسې په ملا وتړلې، کتابونه يې را واخېستل، شوخیانې يې وکړې يو بل سره يې تر سبا خدای په آماني وکړه، ښوونکو ورته وويل چې کورنۍ دندې مو وليکئ او ځان سره يې راوړئ.
دې سره د ښوونځي د رخصتۍ زنګ وهل کېږي، زده کوونکي په منډه خپل سامانونه را اخلي او د دروازې پر لور روانېږي.
خو خبر نه دي، چې پر دروازه کې ورته خونکار او رذيل انسان ولاړ دی، بس درز کېږي، لوخړې پورته کېږي، د وينو سېلابونه روانېږي، دچا لاس پروت وي، دچا پښه پرته وي، دچا نيم بدن، دچا غوښې او دچا سر..
بس چغې شي او غوغا خپره شي، د کابل شکل بدل شي، يو درز سره تر اویاوو پورې کورنۍ په لړزان شي.
ډېر باريک وخت وي، روژه ماتی وي، خلک وږي او تږي وي، خو چې له دغې پېښې خبر شي، ستوني يې کلک ونښلي، پر تالو يې هېڅ نه تېرېږي.
زخميان چغې وهي، چې ډاکټر، ډاکټر!
بس دښمن په مزه د ماښام ډوډۍ نوش کړي، خو وطن کې وېره او ډار خپور کړي او څادر پر اوږه کړي او روان شي.
تازه:
کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه د کابل دشتي برچي کې په یو ښوونځي شوط او تر اوسه پکې ۲۵ زده کوونکي شهیدان او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.
له دې وړاندې په لوګر کې هم د موټر بم چاودنه کې لسګونه تنه شهیدان او زخميان وو.