خبریال ویب پاڼه _ حضرت الله ځاځی: دا مې غټ ارمان دی چې نړیوال شل اوریز جام افغانستان ته راوړو
_د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی وايي، چې غټ ارمان مې دا دی چې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړم او نړیوال شل اوریز جام افغانستان ته راوړو.
_نوموړي چې له وي او اې ډیوه راډیو سره یې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې یې وویل، چې شل اوریز نړیوال جام ته یې لوبډلې ښې تیارۍ کړي دي او هیله شته چې فاینل یا تر سیمي فاینل پورې به ورسېږي._
_حضرت الله ځاځی چې د شل اوریزو لوبو چټک توپوهونکی دی، د پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي او دوه ورځې وړاندې يې پي ایس ایل کې لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې چټکه نیمه سلیزه یې ووهله._
_نوموړي په دغه لوبه کې د کراچۍ کنګز پر وړاندې په ۱۷ توپونو پنځوسیزه ووهله او دریم توپوهونکی شو چې د پاکستان سوپر لیګ کې یې په دومره کمو توپونو باندې پنځوسیزه ووهله، تر دې مخکې دوه نورو توپوهونکو هم په ۱۷ توپونو پنځوسیزې وهلې وې._
_حضرت الله ځاځي د ډیوه راډیو سره د نورو خبرو تر څنګ د لر و بر پښتنو ته په خپل پېغام کې دا هم وویل، چې یو بل ته دې سپکې سپورې نه وايي، ځکه دا ډېر بد کار دی، پښتانه دې تعصب پرېږدي او له یو بل سره دې مینه وکړي.