د افغانستان کرکټ بورډ د تمریناتي کیمپ وروسته هم لا د لوبغاړو نوملړ ندی شریک کړی

خبریال ویب پاڼه – تر ۱۱ ورځني تمریناتي کمپ وروسته لاهم کرکټ بورډ له رسنیو سره د لوبغاړو نوملړ نه دي شریک کړئ

د افغانستان کرکټ بورډ په دې ورستیو کې د افغان لوبغاړو لپاره په کابل کرکټ لوبغالي کې پنځلس ورځنی تمریناتي کمپ په لاره اچولی، خو لاهم معلومات نشته، چې په دې کمپ کې کومو لوبغاړو ته چانس ورکول شوې.

 کرکټ بورډ به لومړي ورځ له رسنیو سره یوازي همدوره معلومات شریک کړي وه، چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پروړاندې د راتلونکو لوبو د چمتوالي په پار روزنیز کمپ پېل شو، یاد کمپ به ۱۵ ورځې دوام وکړي؛ چې د لوبغاړو د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو به د ملي روزونکو له لورې کار وشي.

 دغه روزنیز کمپ د کرکټ نړیوالې شورا د لیګ لوبو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، چې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي په کې ګډون لري او پنځلس ورځې به دوام کوي.

 کرکټ بورډ په یاد روزنیز کمپ کې د ۳۰ لوبغاړو یادونه کړې، چې روزنه به ترلاسه کوي، خو د یادو لوبغاړو نوملړ یې تر ۱۱ ورځوو تمریناتو وروسته لاهم تراوسه نه دی شریک کړئ. دې کار یې پر ټولنیزو رسنیو د افغان کرکټ مینوالو غبرګونونه راپارولي دي، د دوی وینا چې کرکټ بورډ باید له رسنیو او کرکټ مینوالو سره د یادو لوبغاړو نومونه شریک کړي وائ.

 داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې د ګلبدین نایب په شمول ځینې لوبغاړي پرته له یو یو ټیسټ ورکولو په کمپ کې ګډون کړی دی، خو ځینې لوبغاړي چې یو یو ټیسټ کې پاس شوي هم دي له کمپ ویستل شوي دي چې له ډلې یې چټک توپ اچونکي ضیاء شریفي او سلیم صافی شمېرل کیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com