بایډن د افغان ژباړونکو په هکله نوې پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرس او نورو فشارونو وروسته د افغان ژباړوونکو په هکله نوې څرګندونې کړې او زیاته کړې  يې ده چې بې برخلیکه نه پرېښودل کیږي.

بایډن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د کار کوونکو او ژباړونکو په هکله دا څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې له امریکایانو سره همکاران به شاته نه پرېښودل کیږي.

په ورته وخت کې بیا ویل کیږي چې  دا کسان امریکا تر اګسټ میاشتي پوري یو شمېر عربي هېوادونو ته لیږي چې امارات بحرین او کویټ نومونه اخیستل شوي.

که څه وسلوالو طالبانو افغان ژباړونکو او له امریکايي ځواکونو سره کارکوونکو ته د خوندیتوب ژمنه ورکړه او ږغ يې پرې وکړ چې  له هېواده دي نه تښتي خو امریکا د دې کسانو وتل ګړندي کړي دي.

امریکا اعلان کړی چې دوی هغه افغان ژباړونکي چې له دوی سره يې کار کړی بهر ته لیږدوي ښايي چې دا کار د راتلوونکې اګښټ میاشت کې ترسره شي.

دوی یوازي دا افغانان بهرنیو هېوادونو ته لیږدوي چې ډیری به یې امارات، بحرین او کویټ ته واستول شي امریکا ته د تګ په برخه کې د دې کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي خو دا کسان غواړي په خوندي ډول سره امریکا ته ولاړ شي خو دا چې اوس اماراتو او نورو هېوادونو ته استول کیږي کیسه مالومه نه ده.

د امریکا کانګرس د دې افغانانو سره چې له اامریکايي ځواکونو سره يې دندې ترسره کړې وې څنګ پر څنګ ولاړه ده او څو ځله یې بایډن او حکومت ننګولی چې باید دا افغانان له افغانستانه وباسي او امریکا ته يې د تللو لپاره چټکې اسانتیاوي برابرې کړې.

تراوسه پوري د دې پروسې د پیل او انتقال امریکا ته په هکله څه نه دي ویل شوي خو ښايي دا کسان بیا له بهرنیو هېوادونو څخه خپل نور اقدامات پوره او امریکا ته ولاړ شي.

دې کسانو هم څو ځله د غونډیدو او لاریون په شکل له امریکا وغوښتل چې باید د دوی د برخلیک او راتلوونکي په هکله سمه پریکړه وکړي او دوی له مرګه وژغوري ځکه په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More