وسلوالو پرپاکستاني عسکرو غوبل جوړکړی پنځه يې هلاک کړي

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان تر ولکې لاندې محکوم بلوچستان کې بیا کارنامه شوې او پوره یو درجن پاکستاني عسکر هلاک شوي او زیات شمېر يې له پښو غورځول شوي دي.

راپورونه وايي چې نامالومو وسلوالو د پاکستان پر ایف سي عسکرو د تندر غوندي ګذار کړی او عسکر يې له ژونده بې زاره کیدلو ترڅنګ هم وژلي او هم ژوبل کړي دي

پيښه د بلوچستان په سبي ضلعه کې رامنځ ته شوې د پاکستاني مسؤلینو په خبره چې عسکر په ګزمه بوخت وه چې د وسلوالو له سخت برید سره مخ شول چې په ترڅ کې یې پنځه عسکر د یوه محلي قوماندان په ګډون وژل شوي.

د وړاندې شویو مالوماتو له مخې ټول وژل شوي عسکر د لکي مروت سیمې اوسیدونکي چې نن په یوه سخت ګذار کې په هلاکت ورسیدل.

که څه تراوسه د دې پیښي مسؤلیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو ښکاره خبره ده چې په دې سیمه کې بلوڅ ملتپال مجاهدین له کلونو را په دېخوا وسله واله مبارزه کوي او تل د پاکستاني عسکرو په هلاکت پسې ګرځي.

د محکوم بلوچستان هره سیمه د پاکستاني عسکرو د هلاکت شاهده ده او لاهم دا وسلوال خپلې سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو وښيي چې دوی د ازادي غوښتوونکې او هرنګه مبارزه کولای شي.

ښايي ډير ژر د دې پاکستاني عسکرو د هلاکت مسؤلیت بلوڅ ملتپال پر خپله ذمه واخلي ځکه یوازي دوی دي چې د پاکستاني ریاست د ظلمونو له کبله پورته شوي او له کلونو کلونو را په دې خوا وسلواله مبارزه کوي.

تر دې وړاندې هم بلوڅ ملتپالو په خپله وسله واله مبارزه کې سلګونه پاکستاني عسکر هلاک او له پښتو غورځولي او لا هم په دې هوډ دي چې خپلې دې مبارزې ته به دوام ورکوي  او پاکستاني دولت به اجازه ورنکړي چې د دوی پر ولس ظلم وکړي او د دوی د سیمې کانونه او ګټې په پنجابیانو باندې وخوري که څه هم پخوا بلوڅانو په سوله ییزه توګه له پاکستان څخه خپلې غوښتنې مطرح کولې خو اخر دې ته مجبوره شول چې د خپل ولس او ځان د حقونو د لاس ته راوړنو لپاره باید وسله واله مبارزه پیل کړی چې دا برحقه مبارزه يې اوس هم جریان لري.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More