امریکا په ویاړ وویل طالبانو پر موږ نه پر خپلو افغانانو بریدونه زیات کړي

خبریال ویب پاڼه/ خبریال ود طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتیدو له کبله امریکا په ورځني ډول زیات غبرګونونه ښيي چې اوس تازه بیا په دې خو شحاله دي چې طالبانو له تیر یوه کال را په دې خوا پرې برید نه دی کړی.

مارک میلي په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د طالبانو وروستي پرمختګونه څارې او دې ډلې له ۴۱۹ ولسوالیو څخه تراوسه پوري ۸۱ يې په لاس کې دي د ده له خبرو داسې مالومه شوه چې طالبان د ولسوالیو د نیولو په برخه کې مبالغه کوي ځګه په وینا یې مخکې تر دې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي هغه مهال هم ۶۰ ولسوالۍ د دې ډلې په لاس کې ولې، ده طالبانو وګواښل چې تراوسه په دې نه دی توانیدلي چې د یوه ولایت مقام ونیسي، که طالبانو هرڅومره تاوتریخوالی زیات کړی خو د دوی پر پوځیانو کوم برید نه دی شوی.

په دې هکله د دې هېواد د دفاع وزیر او  همدارنګه يې ولسمشرۍ ماڼۍ خبرداری ورکړی لوید استین د امریکا د دفاع وزیر د خپلو خبرو په لړ کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتیدو سره سره پر امریکايي پوځیانو باندې  د برید نه کولو خبره وکړه او زیاته يې کړه چې دوی به خپل پوځیان پر ټاکلي وخت باندې له افغانستانه باسي.

په ورته وخت کې د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په خپلو خبرو کې وویل چې پنټاګون له افغانستانه د امریکايي سرتیرو ایستل څاري او په دې وروستیو کې که څه هم طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی خو امریکايي ځواکونو هیڅ تاوتریخوالی نه دی تجربه کړی.

ساکی په ویاړ سره وویل له تیري جنورۍ را په دېخوا او په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی خو د جنوري له لومړۍ نېتې څخه را وروسته زموږ پر ځواکونو کوم برید نه دی شوی.

طالبانو که څه هم له مي میاشتي وروسته د امریکايي ځواکونو لپاره خونړی وخت بللی وو، خو اوس دوی خپله اعتراف وکړ چې دوی باندې هیڅ برید نه دی شوی او د نورو پروا هم نلري چې څه کیږي خو داسې مالومیږي چې د طالب جهاد یوازي  افغانانو سره دی

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More