د طالبانو نظامي پرمختګ او د امریکايي سرتیرو د وتلو ځنډ

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر امریکا ته تللی هغه له امریکايي پوځي  او سیاسي څیرو سره تیره ورځ لیدلي او نن تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سره وګوري او یو له بل سره بحثونه وکړي.

دا چې  بایډن به څنګه پریکړه وکړي مالومه نه ده خو په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې زیات شمېر ولسوالۍ نیولې او لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

د امریکا د سنا مجلس د جمهوري غوښتوونکو د ګوند مشر سناتور مک کانل د افغانستان په هکله هیله څرګند کړې چې بایډن به د طالبانو وروستي نظامي پرمختګ ته په کتلو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو  د ایستلو پالیسي وځنډوي او هرکله چې وخت سم شو کولای شي.

مک کانل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه دا څرګندونې  کړې او ویلي یې دي چې بایډن په خپله پریکړه سره افغان شریکا د هغه ګواښونو په مقابل کې یوازي پریښي کوم چې د ده سلاکارانو هم منلې.

ده طالبان تورن کړل چې د وروستیو لاس ته راوړنو د په شا کولو هڅه کوي او د امریکايي ځواکونو په وتلو سره هغوی زړور شوي دي ده د افغان ښځو یادونه هم کړې.

افغان ولسمشر په امریکا کې دی او نن به د امریکا ولسمشر جو بایډن سره وګوري

د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله ویل شوي چې بایډن به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان مشرتابه سره په لیدنه کې د دوی ترمنځ یوالي باندې هم ټینګار وکړي او وبه غواړي چې دوی باید په خپلو منځونو کې یوالی ولري.

له دې سره ترخوا داسې فکر کیږي چې بایډن به د افغانستان په هکله هم پر مهمو موضوعاتو باندې بحثونه ولري ځکه چې وروستي بدلونونه د پام وړ دي او باید پرې خبرې وشي.

د افغان لوري مالومات خپاره کړې چي ولسمشر به له بایډن سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل، د افغان ځواکونو د تجهیز تمول او ملاتړ د دوام په هکله او همدارنګه د اقتصادي پرمختیايي مسایلو په هکله د بشري حقونو او د وروستي لاس ته راوړنو او په ټوله کې  د افغانستان د سولې او جګړې په هکله بحث وکړي.

په افغانستان کې  د امریکا سفارت د افغان سیاسونو ګډ سفر امریکا ته د افغانستان او امریکا دوامداره مشارکت بللی او زیاته کړې يې ده چې دوی به د افغان ځواکونو سره د مرستې په برخه کې ثابت قدمه پاتي شي.

تراوسه پوري تیر ماښام ولسمشر د پخواني نظامي امریکايي او سیاسي چارواکو سره په یوه جوړه شوې مېلمستیا کې لیدلي او د افغانستان پر مهمو اړخونو يې بحوثه کړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More