اشرف غني نن له بایډن سره ګوري بحث به پرڅه وي؟

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر تیره ورځ د یوه پلاوي  په مشري د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر  او سیاسونو سره د کتنې په موخه دې هېواد ته وخوځېد چې هلته به د افغانستان پر مهمو مسایلو باندې خبرې وشي.

پر څه بجث؟

د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله ویل شوي چې بایډن به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان مشرتابه سره په لیدنه کې د دوی ترمنځ یوالي باندې هم ټینګار وکړي او وبه غواړي چې دوی باید په خپلو منځونو کې یوالی ولري.

له دې سره ترخوا داسې فکر کیږي چې بایډن به د افغانستان په هکله هم پر مهمو موضوعاتو باندې بحثونه ولري ځکه چې وروستي بدلونونه د پام وړ دي او باید پرې خبرې وشي.

د افغان لوري مالومات خپاره کړې چي ولسمشر به له بایډن سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل، د افغان ځواکونو د تجهیز تمول او ملاتړ د دوام په هکله او همدارنګه د اقتصادي پرمختیايي مسایلو په هکله د بشري حقونو او د وروستي لاس ته راوړنو او په ټوله کې  د افغانستان د سولې او جګړې په هکله بحث وکړي.

په افغانستان کې  د امریکا سفارت د افغان سیاسونو ګډ سفر امریکا ته د افغانستان او امریکا دوامداره مشارکت بللی او زیاته کړې يې ده چې دوی به د افغان ځواکونو سره د مرستې په برخه کې ثابت قدمه پاتي شي.

تراوسه پوري تیر ماښام ولسمشر د پخواني نظامي امریکايي او سیاسي چارواکو سره په یوه جوړه شوې مېلمستیا کې لیدلي او د افغانستان پر مهمو اړخونو يې بحوثه کړي.

تر دې وروسته به ولسمشر او ورسره مل پلاوی د امریکا ولسمشر جو بایډن سره ویني او تمه ده چې مهم مسایل به تر بحث لاندې ونیول شي.

د افغانستان وضعیت

ټول تمه لري چې خپله افغان دولت او یاهم د بل چا په مرسته باید دافغانستان اوسنی وضعیت تغیر شي او همدا تمې شته چې ولسمشر  غني خپل مهم سفر امریکا ته پیل کړی او ډیري داسې غوښتنې موجودي دي چې امریکا به افغان پلاوی خالي لاس افغانستان ته نه لیږي خو تراوسه پوري که څه هم د افغان لوري څخه مهم مسایل مطرح شوي ولې امریکايي لوري یوازي پر سیاسي برخه او د سیاسونو پر یوالي خپل موضوعات چاپیره کړي دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More