د غني شوړیدلي ژمنې  او غریب ملت

خبریال ویب پاڼه/ په هېواد کې د غني له بریا راوروسته همدا شعار اوبه زموږ ابرو دي موږ به پر خپلو پښتو ودریږو داسې او داسې او نور  باید مهار شي برق په ښآرونو کې ۳۴ ساعته امنیت سل سلنه او ټول توکي  هوايي دهلیزونو کې خوند پر خوند او داسې نورې ژمنې.

تر ټولو لویه حیاتي اړتیا امنیت دی چې اوس ان د جمهوریت په کور ارګ کې هم امنیت نه دی خوندي په ولایتونو کې خو سل سلنه خراب او خلک نه دي خوندي په تیره یوه میاشت کې له غني څخه د امنیت برخه دومره وشوړیده چې خپلې ژمنې يې هیر او ان هره ورځ وسلوال طالبان ډیري سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

غني د خپلې کړۍ له لوري انحصار دی او د امنیتي سکتور په برخه کې يې  د غیري مسلکي کسانو په ګمارنې سره امنیتي ځواکونه غیري منظم او د کمزوري مدیریت له کبله قربانیو ته وتړل او د ولایتونو ټولې وسلوالۍ د ولایت مرکز چې  اوس د ولایتونو مرکزونه تر سخت تهدید لاندې دي.

تراوسه هیڅ داسې طرحه شتون نلري چې د امنیت د بیا تامین ضمانت وکړي د غني مهمه ژمنه چې د هرچا او هر افغان لپاره حیاتي ارزښت لري عملي نه شوه.

له دې څخه ښکاري چې وطن کې د امنیت ښه کولو لپاره له ولسمشره تر ولس کشره هیڅ اراده نه ده موجوده ځکه هرڅه د امنیتي سکتور له تنظیم او مشرتابه څخه ښکاري.

غني د خپلې بقا لپاره د کمال خان بند باندې دومره لویه ډرامه جوړه کړه چې تراوسه يې لاهم دی او د ده چارواکي په غونډو کې یادوي او پر ولس يې احسان اچوي خو بیامو د اوبو د روانې ډرامې هیڅ ونه لیدل یوازي د قاعذ پر مخ پلان بندونه او د اوبو مهار کیسي لیکل شوې او کښېښودل شوې خو کله چې غني او له ده څخه چاپیره کړۍ کله هم په یوه غونډه کې دریږي نو لومړی د کمال خان او بیا د نورو بندونو او اوبو د مهارولو کیسه کوي چې ولس تیرې ستړی دی.

غني په ټولو ولایتونو کې ان د ۲۴ ساعته برېښنا او نورو اسانتیا وو ژمنې وکړې چې اوس په پلازمینه کابل کې وحشت او دهشت د تورې تیارې له لاسه خپور دی مهمه داده چې یوازي پلازمینه چې  د افغانستان حیثیت هم دی باید د شپې له خوا په برېښنا باندې ښکلی وي، به ټوله کې د غني د هوايي دهلیزونو پر ځان بسیا کیدلو فساد مخنیوي او نورې ټولې کیسې او ژمنې همداسې پر شوړیدلي حالت پرتې دي او هیڅ يې هم نه دي کړي، که چیري یوڅوک دا دلیل وړاندې کوي چې غني خپله هڅه کوي خو هیڅ هڅه يې نه ده کړې هیڅ یو داسې کړنه چې ان په ارګ کې يې یو نیالګی د خیر لپاره کښېنولی وي نه ده ترسره کړې نور نور د غني شتون او نه شتون څه ګټه کوي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More