طالبان به دړې وړې شي؟

خبریال ویب پاڼه/ څو شرایط شته چې د طالبانو دړې وړې  کیدلو دلیلونه وړاندې کوي او په نژدې راتلوونکې کې ښايي د همدې محکم دلیلونو پر بنسټ ښايي طالبان له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

له تیرو شلو کلونو را په دې خوا طالبان ولاړ شوي او ویلي یې دي چې د نړۍ د زبرځواکونو په وړاندې جهاد کوي د خپل وطن او مظلوم ملت دفاع وکړي.

طالبانو  تر نن پوري چې اوس امریکایان له افغانستانه وزي مبارزې او جګړې ته دوام ورکوي او لاهم په هغه نوم ډزې کوي انسان وژني سوځوي يې او داسې نور…..

جهاد او د طالب عقیدوي جوړښت

د افغانستان د کلیو او بانډو ځوانان چې هیڅ تعلیم نلري او له هرڅه ناخبره د یوه ملا په خوله ولاړ شوي او د الله ج په نوم په لاره کې يې جګړه د جهاد په نوم پيل کړې لاهم دوام ورکوي دا يې عقیدوي جوړښت دی او که چیري د اسلام له نظره څو محدود دلیلونه ورته وړاندې کړې نو هغوی دا جګړه ځکه پریږدي چې نه غواړي ګناه وکړي.

د طالبانو په لیکو کې داسې کسان شتون لري چې د اوسنۍ جګړې په هکله تفکیک وکړي او نورو ته قناعت ورکړي چې موږ پر ناحقه روان یو او اوسنۍ جګړه جهاد نه بلکې بله موخه لري، نو حتمي ده چې  ډیره لویه حصه کسان به له طالب څخه پر بله ځي.

وروستي  ولسي پاڅونونه

که څه هم وروستي ولسي پاڅونونه د هېواد د راتلوونکي لپاره ترټولو ان تر طالب هم خطرناکه ثابتیدلی شي او دا د هېواد لپاره بقا نلري خو ورځ تر بلې د پخوانیو جنګسالارانو او نورو کسانو له لوري د ولسي پاڅون کوونکو په نوم جنګي ډلې جوړیږي چې هم په جګړه ییز او هم په ټولیزه توګه طالب ته زیان دی.

د طالب جنګیاليی به مشر ته ووايي چې ملا مشر اخوند ولس راته پورته شو، زه څنګه له هغوی سره جګړې کولو ته جهاد ووایم او پر وړاندې يې جګړه وکړم چې دا جوړښت هم د ښايي د دوی له عقیدوي برخې سره تړاو لري او نور به له طالبانو سره مخه ښه او یاهم بلې کومې ډلې ته ځي.

طالبان ستړي دي.

شل کلونه طالبان وجنګیدل ووژل شول کډوال شول نور او نورې ستونزې يې ولیدلې چې اوس مهال د یوه استراحت او ښه بدیل په لټه کې دي او انتظار باسي چې مشران به يې د خبرو کومه ثمره ورته وړاندې کړي دوی زیات شتړي شوي او غواړي کښیني او یاهم لاره بیله کړي.

د ایډیالوژي تغیر

ځوان طالب چې تر ډیره يې برخه لوستې هم دي طالبانو ته ګډ شوي او ورځ تر بلي د خپل منځ لارې فکر پر بنسټ مخ ته ځي او د دې ډلې په مهمه هسته کې ځان ځای کوي او خپل رول هم زیاتوي  دوه مهم بدلونونه منځلارې توب او له پاکستان څخه لیري والی د ځوان طالب عادتونه دي خو د لویو مشرانو له مخالفت سره به مخ کیږي او دواړه به یو پر یوه لار او بل پر بله لار ځي چې په دې سره دوی له ستونزو سره مخ کیږي.

پیسې او قدرت

تر ډیره بریده د جګړې او د طالبانوله لوري د تاوتریخوالي مسله ورځ تر بلې ښکاریږي چې دوی د قدرت او یوڅه په لټه کې دي طالبان اوس یوه نوي محور یاهم مشرتابه او قدرت ته ننوزي او د سلو په شاوخوا کې ولسوالۍ د دوی په لاس کې دي او حکومت کوي خو همهاغه تکرارونه چې وړاندې افغانستان کې راغلي د دوی ترمنځ به مخالفتونه رامنځ کیږي د قدرت او چوکۍ لپاره ان وسلوالو مبارزو ته به هم خبره وزي، ځکه دا طبعي خبره ده چې طالبان تر اوسه په سنګر خو چې قدرت پروسې ته ننوزې نو مخالفتونه به رامنځ کیږي او ستونزې به زیاتیږي چې ډيری طالبان به پر دې هم خفه کیږي او ځي به.

ښايي نور مهم اړخونه وي چې طالبان به پر ډلو وویشي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More