داوطن نور د اوسيدلو نه ده

خبریال ویب پاڼه/ پرون مې وريرې زنګ راته وکړ راته ويژړل وايې ساه مې بنديږې تبه مې ده ما ډاکټر ته بوزۍ؛
ما ناچاره جواب نه درلود چې څه ورته ووايم لارې بندې دي په ټول ولايت کې نه اکسيجن سته نه ډاکټر؛ د جنګ له امله له کوره دباندې راوتلاي نشي، اور بل ده په ټول ولايت کې.
د وطن سل ولسوالۍ سقوط دې، د ورځې درې سوه مېندي کونډېږې،
سبا ته د ژوند تمه هيڅوک نلرو،کابل څلور ورځې کيږې توره تياره ده برق نشته،.
دکندز په شمول لس ولايتونه لس ورځې کيږې خلګ نه اوبه لرې نه ډوډۍلرې، زخميان په کورونو کې پراته دې شفاخانې ته يې نشې وړلاي.
مونږ مړ ويده ملت دېته خوشحاله يو امريکا زمونږ ميلمنو ته تورې موټرې مخته راوستې عمران خان ته يې يې بس وروستى وٶ، طياره پردۍ ده، هوايې ډګر باندې مو بولۍ شروع دې پاکستان وايې زه يې درته ساتم ترکيه وايې زه يې ساتم، نړيوال د هوايې ډګر د ساتلو باور او ځواک په موږ کې نه وينې.
سمه ده چې پيلوټان مو وردګ افغانان وروڼه وٶ، خو هغوۍ هم دکابل هوايې ځواک له پوهنتون څخه نه دې فارغ هغوۍ د ترکيې،امريکا،او نورو هيوادونو له پوهنتونو څخه فارغ دې افتخار به يې هلته زمونږ وٶ چې زمونږ پوهنتونو دا توان درلود چې داسې پيلوټان مو روزلې وايې.
مړ بې زميره ويده او ژر خطا کيدوکى ملت ترموږ د نړۍ په هيڅ بله تايفه کې نشته.
د حکومت معامله زمونږ په سرونو، زمونږ په سيمو، هيڅکله د بښخلو وړ نه.
ددې وخت هر واکدار ده دتاريخ په پاڼو کې توره او د وطن پلورونکې څيره به وي لخيره.
يا ربه مرګ راکړه خو مه مې مجبوروه چې ووايم:
( داوطن نور د اوسيدلو نه ده)
You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More