قریشي د افغانستان په هکله دا ځل نوې خبره وکړه ایا رښتیا وایي؟

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان لومړي وزیر شامحمود قریشي چې له افغانستانه هیڅکله وزرګار شوی نه دی یوځل بیا د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان د سولې غوښتوونکي دي.

قریشي د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د افغان سولې بشپړه ملاتړ کوي او هېواد يې په افغانستان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو وروسته د حکومت هیڅ ملاتړ نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه چې د افغانستان بحران پوځي حل لاره نلري او دوی به د هغه حکومت چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته شوی وي ملاتړ وکړي.

که څه هم قریشي پرې خوښ دی خو ده د افغانستان او سیمې ثبات لپاره روان تاوتریخوالی خطرناکه وباله او زیاته يې کړه چې دوی جګړو اندېښمن کړي دي.

پاکستان هره ورځ نوې لوبې پر لاره اچوي لومړي وزیر يې بیا ویلي دوی د افغان جګړې یوه لوري ملاتړ کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اخیر هم ومنله چې دوی په افغانستان کې د جګړې د یوه لوري ملاتړ کاوه چې دا یوه تیروتنه وه، ده د خپلو خبرو په دوام وویل تجربوته په کتنه سره دوی داځل غواړي د افغانانو په خوښه د رامنځ ته شوي دولت سره کار وکړي او  نور د جګړې د یوه اړخ ننګه ونه کړي.

عمرانخان په دې هکله یوه لویه مفصله مقاله خپره کړې او ویلي يې دي چې پاکستان له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې  همکاره دی خو د امریکايي سرتیرو په وتلو سره يې د کورنۍ جګړې لورته هم یوه اشاره کړې ده.

که څه هم دوی پر هرڅه پېښمانه دي خو بیاهم خپل زاړه یاران طالبان نه هیروي  او وړاندیز یې وکړ چې د سولې او ارامۍ لپاره باید طالبان دولت ته ګډ کړل شي.

عمرانخان په مقاله کې وړاندې تللی ویلي يې دي دا تیرو وتنه وه چې  پآکستان د جګړې د یوه اړه ملاتړ او هغوی اوره کړي مګر موږ چې تجربه تر لاسه کړه زده مو کړل چې باید کوم انتخاب ونلرو او یوازي هغه حکومت سره کار وکړو چې خلک پرې باور لري خو دا هم باید وویل چې په تاریخ سره ثابته ده چې افغانستان هیڅکله له بهر څخه نه شي اداره کیدلای.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More