مارشال هم جګړې ته ځي ځان يې وطن ته رسولی

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان اوسنی ناسم امنیتی وضعیت او د خلکو اندېښنې تراوسه پوري زیاتو خلکو د افغان پوځیانو په ملاتړ وسله پورته کړې چې په زیات شمېر ولایتونو کې د پاڅون کوونکو قطعې فعاله شوې دي.

عطامحمد او نورو هم د  طالبانو په وړاندې وسله پورته کړه او سنګرونو ته ولاړل پر همدې مهال د تیر کال مارشال سږکال جګړې ته ځي دا چې بریالی یا به ناکام راشي هیڅ مالومات نشته خو ده ویلي چې بریالی به وي.

د افغانستان شمال اوس مهال د طالبانو پر ضد د ملېشه جوړونې په درشل کې دی چې اوس مهالد د افغانستان مارشال هم ورته ځان را رسولی او لور يې  د هغه د راتګ پخلی کړی.

د عبدالرشید دوستم لور راحلې  دوستم ویلي چې پلار يې له بهر نه کابل ته راسون شوی او ډیر ژر به د افغان ځواکونو په ملاتړ د خپلو خلکو ترڅنګ د طالب وسلوالو پر وړاندې د جګړې میدان ته را ودانګي، د هغې د مالواتو پر اساس دوستم د اقینې بندر له لارې افغانستان ته راغلی او ډیر ژر به د جګړې ډګر ته ولاړ شي.

ولسي پاڅونونه

پخواني جنګسالارانو هر عطامحمد نور او محمد محقق تر دې وړاندې د وسلوالو پاڅونونو ږغ کړی وو، اوس دادی جنرال دوستم هم د افغان ځواکونو په ملاتړ او وسلوالو پاڅون کوونکو په ملاتړ غواړي د جګړې ډګر ته راووزي.

تراوسه پوري د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ولسي خلکو پاڅونونه کړي او لاهم دا پروسه ورځ تر بلې ولایتونو کې غځیږي چې ډیری شننونکي يې ښه نه بولي.

تراوسه د افغانستان په شمال او جنوب کې د ولسي پاڅونونو راپورونه ورکول شوي او هغوی ادعا کوي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د خپلو سیمو د ساتلو لپاره يې وسله پورته کړې او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې د دوی سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

عطامحمد نور محمد محقق او دوستم له پخوانیو جنګسالارانو څخه هغه کسان دي چې اوس مهال يې هوډ کړی چې خپلې سیمې به له طالبانو ساتي او پر وړاندې به يې دریږي د افغانستان په شمال کې دا مهال زیات ولایتونه نا امنه دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More