د ایران په وړاندې د امریکا او اسرئیلو خطرناک پلان

خبریال ویب پاڼه/ ایران اسرائیل او امریکا په نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې یو د بل په وړاندې رښتینې دښمني لري اسرائیل او امریکا سره ملګري او ایران ځپي.

اوس تازه چې ایران ته نوی ولسمشر او اسرائیلو ته ورسره امریکا ته نوی مشران ټاکل شوي ښايي ناندرۍ له سره پیل شي ابراهیم رییسي دوه ورځې وړاندې د ایران نوی ولسمشر، نفتالي بېنیت د اسرائیلو نوی لومړی وزیر او همدارنګه جو بایډن څو میاشتي مخکې د امریکا نوی ولسمشر شو، چې ښايي هر  یو يې یو د بل په وړاندې د نویو اقداماتو څخه کار واخلي.

د اسرائیلو د استخباراتو مشر اوس مهال امریکا ته سفر کړی او لاهم هلته دی او ویلي يې دي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان سره یې کتلي چې دواړه لورو مهمې خبرې کړې او په دې اړه نوې هوکړې رامنځ ته شوې هم دي چې د دوی له دې خبرو ښکاری چې ښآيي نوي او خطرناکه پلانونه وي.

د اسرائیلو د استخباراتو رییس خطرناکې او نوې خبرې  وکړې دوی له امریکا سره د نویو عملیاتونو بڼې شریکې کړې چې بې مخینې يې بللې دي داهوکړې د هوايي عملیاتو او نورو برخو کې د بیلابیلو همکاریو تړونونه دي چې پوره جزیا يې نه دي ورکړي.

د سرائیلو دا مهم چارواکی وایي له دې سره سره لاهم امریکا سره د ایران په وړاندې په اړیکه کې دي او ښايي تر دې  پرمختګ او لاهم یو له بل سره وړاندې ولاړ شو.

اسرائیلو په دې وروستیو کې د ایران له لوري د اټومي پروګرام د بیا فعالیدلو په هکله مخالفت کړی او د تل په څیر يې په اقداماتو لاس پوري کړی دی.

له ایرانه راپورونه وايي چې د دې هېواد پر یوه اټومي مرکز برید شوی خو په هکله يې نور جزیات نه دي شریک شوي خو د اندېښنې وړ خبره باید وي.

ابراهیم رییس د ایران نوی ولسمشر

د ایران نوی ولسمشر چې په عادي حالت کې هم افراطي بلل کیږي ښايي تر منځ لارې حسن روحاني د امریکا او اسرائیلو په وړاندې جدي او د خپلې پالیسۍ مطابق اړوند اقدامات ترسره کړي خو  په ورته وخت کې د اسرائیلو نوی لومړی وزیر هم د ایران له ولسمشر سره جوخت کار پیل کړ

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More