طالبانو جوړجاړی مات افغان پوځ ته تلفات

خبریال ویب پاڼه/ طالبان تل په خپلو  هوکړو کې سم نه دي پاتي شوي او له تر شویو هوکړو سره يې  سرغړونه کړې ده په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېر ولسوالیو د سقوط او یاهم د جوړجاړي له لارې د ورته سپارلو خبرونه ورکول کیږي.

پر همدې یو شمېر امنیتي سرچینې وايي چې د زابل شاجوی کې د ملي اردو د کنډک منسوبین چې طالبانو سره جوړ جاړي ته رسیدلي او ورته يې د کنډک ودانۍ  او بیسونه و سپارل خو بیاهم طالبانو د جوړجاړي په ماتولو سره افغان پوځ ته تلفات ورسول.

یوه امنیتي سرچینه وايي چې د شاجوی ولسوالۍ څخه پوځي قطار د شاجوی کلات ترمنخ شاحسین خیلو سیمه کې تم شو چې طالبانو پر شوي جوجاړي سربیره د وسلو غوښتنه و کړه چې بدل کې يې افغان پوځ انکار وکړ او جګړه رامنځ ته شوه.

که څه هم د طالبانو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي خو د افغان پوځ شاوخوا ۱۱ منسوبینو ته يې مرګ ژوبله واړوله راپورونه وايي دا جګړه د شپې یوه نیمه بجه د سه شنبې په شپه رامنځ ته شوې او طالبانو له هرڅه څخه سرعړونه وکړه.

تراوسه پوري طالبانو او افغان دولت په دې هکله رسمي څه نه دي ویلي خو دې پیښه درې د پوځ سرتیري وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

طالبان تل جوړجاړي او هوکړې ماتې کړې

طالبانو  څو ځله له افغان پوځ سره تر سره شوې هوکړي ماتې کړې تیر کوچنی اختر دې ډلې که څه هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ د اختر په دریو واړو ورځو کې يې د افغان پوځیانو خلاف جګړې وکړلې او مالومه يې کړه چې هیڅ یوې هوکړې ته ژمن نه دي.

اوس هم همداسې کله چې کومه سیمه دې ډلې ته سپارل کیږي نو دوی د ډیرو غنیمتونو په لټه کې له ترسره شویو هو کړو تیری کوي او افغان ځواکونه په نښه کوي.

اوس مهال د زابل ولایت لس ولسوالۍ سقوط شوې چې یوازي مرکز او شهري صفا ولسوالۍ يې د دولت تر تلسط لاندې ده طالبانو د کابل کندهار لویه لاره هم  بنده کړې او خلک ورسره زیات په زحمت کې دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More