د عمرانخان اعتراف چې افغانستان کې يې د جګړې د یوه اړخ ملاتړ کاوه

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان له پیدایښته تراوسه همداسې پر چپه روان دی او هیڅ کله يې له افغانستان سره د راستۍ قدم نه دی ایښي تل يې دا رد کړې چې دوی دي د افغانستان جګړې سره تعلق ولري ولې په اصل کې همداسې روان دي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اخیر هم ومنله چې دوی په افغانستان کې د جګړې د یوه لوري ملاتړ کاوه چې دا یوه تیروتنه وه، ده د خپلو خبرو په دوام وویل تجربوته په کتنه سره دوی داځل غواړي د افغانانو په خوښه د رامنځ ته شوي دولت سره کار وکړي او  نور د جګړې د یوه اړخ ننګه ونه کړي.

عمرانخان په دې هکله یوه لویه مفصله مقاله خپره کړې او ویلي يې دي چې پاکستان له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې  همکاره دی خو د امریکايي سرتیرو په وتلو سره يې د کورنۍ جګړې لورته هم یوه اشاره کړې ده.

که څه هم دوی پر هرڅه پېښمانه دي خو بیاهم خپل زاړه یاران طالبان نه هیروي  او وړاندیز یې وکړ چې د سولې او ارامۍ لپاره باید طالبان دولت ته ګډ کړل شي.

عمرانخان په مقاله کې وړاندې تللی ویلي يې دي دا تیرو وتنه وه چې  پآکستان د جګړې د یوه اړه ملاتړ او هغوی اوره کړي مګر موږ چې تجربه تر لاسه کړه زده مو کړل چې باید کوم انتخاب ونلرو او یوازي هغه حکومت سره کار وکړو چې خلک پرې باور لري خو دا هم باید وویل چې په تاریخ سره ثابته ده چې افغانستان هیڅکله له بهر څخه نه شي اداره کیدلای.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپله دا مقاله د افغان ولسمشر تر سفر مخکې خپره کړې او غواړي امریکا او اشرف غني ته یو نوعه باور وکړي چې زموږ نور له طالبانو څخه توبه نور یې ملاتړ نه کوو، خو د پاکستان دا لوبې به بدلیږي را بدلیږي او هیڅ تغیر به ونکړي یوازي دوی کوښښ کوي دا لوبې د ورځې په تغیر سره رامنځ ته کړي خو ورسره سم د اشرف غني سفر امریکا ته پاکستانیان سخت وار خطا کړي هم دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More