امریکايي پوځ لوی درستیز: طالبان د ولسوالیو د سقوط په اړه درواغ وايي

 خبریال وېبپاڼه/ د امریکا د پوځ لوی درستیز «جنرال مارک میلي» وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ډېرو ولسوالیو د سقوط په اړه د طالبانو ډېرې ادعاوې بې‌بنسټه او له حقیقته لیرې دي.
مارک ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت په دقیق ډول څاري، نو ځکه د طالبانو هغه ادعاوې ناسمې دي، چې ګواکې له افغان حکومت څخه یې سلګونه ولسوالۍ نیولې دي.
د میلي په وینا، چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر تر پیلېدو مخکې هم په ۶۰ ولسوالیو واک درلود او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو دا ادعا ناسمه ده، چې ګواکې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې سلګونه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې را وستې دي.
میلي دا هم ویلي، چې وسله‌وال طالبان تر اوسه د کوم ولایت د مرکز په نیولو نه دي توانېدلي او نه به هم په دې وتوانېږي، ځکه په خبره یې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د بشپړې دفاع توان لري.
بلخوا د امریکا د دفاع وزیر «لوېډ اسټن» له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ته په اشارې ویلي، چې دوی اوس ټول پام په منظم او مسوولانه توګه د ځواکونو پر ایستلو کوي او په خبره یې چې د طالبانو پرمختګونه د دوی د ځواکونو د ایستلو بهیر له ځنډ او خنډ سره نه دی مخ کړی.
د اسټن په خبره، چې له افغانستانه د متحدو ځواکونو په ګډون امریکايي ځواکونه د منظم پلان له مخې د وتلو په حال کې دي او دا بهیر به په مسوولانه توګه بشپړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا امریکا ته تللی دی او هلته به له جوبایډن سربېره د دغه هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د افغانستان په اړه د مهمو مسایلو اړوند به خبرې وکړي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More