منظور: لر او بر وطن د نوي ډالري جګړې د پیل خبر ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورخڼګ مشر منظور احمد پښتین دجګړې د بدلیدلو او په پښتون وطن کې د یو نوې جګړې د پیل خبرداری ورکړ چې تر دې وړاندې نور پښتنو مشرانو هم ورته څرګندونې کړې وې.

پښتین د ملي شهید عثمان خان کاک په جنازه کې وویل چې  د سیمې استخباراتو په لر او بر افغانستان کې د پښتنو پر ضد نوې استخباراتي او ډالري جګړه پیل کړې چې له بده مرغه دا جګړه نوې او خونړي پړاو ته تلوونکې او ننوتونکې ده.

ده په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې جګړه سخته شوې ده او دا جګړه په تدریجي ډول سره د استخباراتو په مرسته ورو ورو د پښتنو نورو سیمو ته هم غځول کیږي چې یوازي تاوان به یې پښتانه ورکړي.

ده د دې ټولو بدو پآیلو مقابل کې پر پښتنو ږع وکړ چې سره یو شي او ټولو ګواښونو ته ځواب ویوونکې شي د ده په خبره چې استخباراتي کړۍ غواړي ترڅو د پښتنو د ځپلو په لټه کې له هرې لارې کار واخلي.

هغه د عثمان کاکړ شهادت هم په استخباراتي کړیو پوري تړلی وباله او زیاته يې کړه چې دا خلک هر هغه او پښتون وژني دې قام او افغانانو ته ازادي غواړي او ورته پرمختللی ژوند غواړي.

تر دې وړاندې پښتون سیاستوال افراسیاب خټک هم تقریبا ورته څرګندونې کړې وې او طالبان يې تورن کړي ول چې امریکا سره هوکړې ته رسیدلي او ښايي په سیمه کې نوې جګړه پيل شي.

خټک هغه مهال وویل چې امریکا په سیمه کې د جګړې په ختم نه بلکې د یوې نوې جګړې د پيل په لټه کې ده چې د طالبانو له لوري به پیل کیږي او د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د موخو لپاره ستونزې جوړوي.

په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي چې له مخې يې طالبانو زیات پرمختګونه هم کړي ډير اندېښمنوونکې دي او خلک يې د خپلې راتلوونکې په هکله شکمن کړي چې څنګه به شي دا وطن او د دوی راتلوونکی تراوسه  پوري دولت نه دی توانیدلی چې حالت کابو او د طالبانو د زیات پرمختګ مخه ونیسي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More