د طالبانو په وړاندې د پاڅون نوی ډول چې دوی به نور هم وارخطا کړي

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د طالبانو  پر وړاندې ولسي پاڅونونه زیات شوي او په هکله يې طالبانو هم اندېښنې ښودلې له همدې سره په ورته وخت کې په ننګرهار کې ولسي خلکو د طالبانو د خپلوانو په هکله عجبه پریکړه کړې.

د ننګرهار ولایت کې که څه هم  تیره ورځ یو شمېر پشه يي ځوانانو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه د دې ولایت د سپین غر ولسوالۍ کې بیا قومي مشرانو بله رنګه پریکړه کړې هغوی ویلي که د چا خپلواک طالب کې وي او یاهم ورسره اړیکه ولري نو خپلوان به له طالبانو  باسي اړیکي به ورسره پرې او یاهم به له سیمې  څخه کډه باروي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې دا اقدام يې د طالبانو د ظلم په وړاندې کړی چې د دوی  پر کورونو کروندو او نورو تاسیساتو يې بریدونه وکړل او دوی ته يې سخت تاوانونه ورسول.

سیمه ییز خلک او د غونډې ګډونوال وايي چې د سیمې درې قومونه دې پایلې ته ورسیدل چې نور به په خپله سیمه کې د طالبانو کورنیو  او طالب پلوو ته اجازه نه ورکوي چې و اوسیږي.

د ولسي پاڅونونو په هکله د طالبانو دریځ

طالبانو په یوه لویه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د هغه کسانو په وړاندې جدي برخورد وکړي چې جګړه غواړي او ولسي خلک د خپل اقتدار لپاره وسلوال پاڅون ته هڅوي.

طالبانو د خپلې اعلامیې په لړ کې له خلکو غوښتي چې خپل بچیان وساتي او داسې جنګ غوښتوونکې کړیو په خدمت کې يې ورنکړي.

دوی ویلي نه له چا څخه غچ اخیستل کیږي او نه به له چا سره تبعیضي چلند وکړي د دوی له قوله د طالبانو ډله د ټولو قومونو جوړه ډله ده.

طالبانو وروسته له هغه چې په یوه شمېر ولایتونو کې د ولسي پاڅون کوونکو ډلې جوړې شوې داسې عکس العمل ښودلی، عطامحمد نور محمد محقق، او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو د طالبانو پر وړاندې د ولسي پآڅون خبره کړې او د یادو مشرانو په رهبرې زیات شمېر په وسلو سمبال خلک هم د جګړې ډګر ته راغلي او ګواښ يې کړی چې طالبان به و ځپي او اجازه به ورنکړي چې د دوی ولایت یا سیمه تر کنټرول لاندې راولي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More