د ولسي پاڅونونو په هکله د طالبانو عجبه غبرګون

 

خبریال ویب پاڼه/ طالبان د وروستیو جګړو او پرمختګونو په درشل کې دي  خو یوه بل  ګواښ چې سمدلاسه ملکي خلک د دوی مقابل کې دریږي دا ډله اندېښنه کې اچولې او له خلکو يې غوښټي چې وسله دي نه پورته کوي.

طالبانو په یوه لویه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د هغه کسانو په وړاندې جدي برخورد وکړي چې جګړه غواړي او ولسي خلک د خپل اقتدار لپاره وسلوال پاڅون ته هڅوي.

طالبانو د خپلې اعلامیې په لړ کې له خلکو غوښتي چې خپل بچیان وساتي او داسې جنګ غوښتوونکې کړیو په خدمت کې يې ورنکړي.

دوی ویلي نه له چا څخه غچ اخیستل کیږي او نه به له چا سره تبعیضي چلند وکړي د دوی له قوله د طالبانو ډله د ټولو قومونو جوړه ډله ده.

طالبانو وروسته له هغه چې په یوه شمېر ولایتونو کې د ولسي پاڅون کوونکو ډلې جوړې شوې داسې عکس العمل ښودلی، عطامحمد نور محمد محقق، او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو د طالبانو پر وړاندې د ولسي پآڅون خبره کړې او د یادو مشرانو په رهبرې زیات شمېر په وسلو سمبال خلک هم د جګړې ډګر ته راغلي او ګواښ يې کړی چې طالبان به و ځپي او اجازه به ورنکړي چې د دوی ولایت یا سیمه تر کنټرول لاندې راولي.

دولت څه وايي

دولت په ښکاره ډول سره د دې وسلوالو پاڅون کوونکو د مرستې خبره کړې او زیاته کړې يې ده چې د دې پاڅون کوونکو د اکمال او تجهیز لپاره به کار کوي او ورسره به مرسته کوي.

پاڅون کوونکې څه وايي

په کوم ولایت کې چې خلک د طالبانو پر ضد پاڅون کوي نو دولت ورته سمدلاسه ځان رسوي او د هغوی ملاتړ او مرسته کوي داسې په جوزجان، تخار، کندهار، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو تراوسه پوري ولسي خلکو وسلوال باڅون د طالبانو په وړاندې کړی او ښايي په نورو ولایتونو کې هم دا ډول خوځښتونه رامنځ ته شي، دا ولسي پاڅون کوونکې په دې عقیده دي چې له طالبانو سره به جنګیږي او اجازه به ورنکړي چې د دوی په سیمه کې واکمن او عامه شتمنۍ يې تخریب کړي.

عواقب

سیاسي شنونکي مېلشه جوړول او رامنځ ته کیدل د افغانستان په ګټه نه بولي اودا کار یو ځل بیا د تیر تکرار بولي روسیې هم په دې هکله د بدو عواقبو خبرداری ورکړی که چیري فکر وشي نو ډلې جوړیدل د هېواد د بقانه د پنا په معنی ده

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More