که حکومت رښتیا هم د عثمان لالا په تړاو خواخوږي ښیي نوري لاري هم شته

خبريال ويب پاڼه/  نن چهار شنبه ۵ بجې د پلازمينې کابل په عيدګاه جومات کې د شهيد عثمان کاکړ د غيبانه جنازې په مراسمو کې د سرحدونو قومونو او  قبايلو چارو د وزير په ګډون يو شمير دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

د سرحدنو قومونو او قبايلو چارو وزير محيب الله صميم شهيد عثمان کاکړ د لوی افغانستان ستر مبارز او يوه نه هيرودونکي څيره وبلله هغه وويل ارواښاد کاکړ تل په ميړانه او صداقت د پښتون قام او افغان وطن لپاره مبارزه وکړه.

محيب الله صميم دا هم چې ټاکل شوي وه له د شهيد عثمان کاکړ له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه  دی د ملي امنيت شورا مرستيال او په قبايلي چارو کې ولسمشر غني سالاکار د شهيد عثمان کاکړ جنازې لپاره کوټې ته ولاړ شو د هغه په خبره چې د پاکستان هېواد ورته اجازه ورنه کړه.

که حکومت رښتیا هم د عثمان لالا په تړاو خواخوږي ښیي نوري لاري هم شته درې ورځې مو نه دی په کار نیمه ورځ دې د افغانستان ملي بیرغ د احتجاج په ډول نیم ځوړند کړي.

 په ارګ کې دي رسمأ د عثمان لالا فاتحه واخلي.
په ټول هیواد کې دي د فاتحو اعلان وکړي.

د عثمان لالا په نوم دې د هیواد یو پوهنتون یا یوه تاریخي ودانۍ ونوموي.

 ملي رادیو تلویزون او د ارګ ذاویه میډیا ته دې وظیفه ورکړي چې د عثمان لالا ټولي ویډیوګانې را غونډي کړي؛ اردو یې په پښتو ؛ دري او انګریزي وژباړي او بېرته یې خپرې کړي.

 له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړي ډول دې د سکاټ لینډ یارډ پولیسو غوښتنه وکړي چې د شهید عثمان لالا د قضیې پلټنه وکړي.

که ارګ او محیب صیب له دې کارونو دوه هم وکړي ولس به یې نیت او ملت پالنه ومني او که دا شیان نشي کولای ګپ دې نه لګوي.

د شهيد عثمان لالا غيبانه جنازه يوازي په کابل کې نه بلکي په ګڼو نورو ښارړنه کې هم تر سره شوه چې له هغو ډلي خوست ، کندهار او پکتيا ولايتونه پادولای شو.

بايد وويل شې چې د عثمان لالا مړی د هغه په پلرني ټاټومبي مسلم باغ کې خاور ته وسپارل شو چې د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر په ګډون په زرګونو افغانانو پکې ګډون کړی وو.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More