کابل کې د شهيد عثمان کاکړ غيبانه جنازه تر سره شوه

خبريال ويبپاڼه / لسګونو ځوانانو ، د مدنې ټولنو غړو حکومتي چارواکو نن چهار شنبه ۵ بجې په پلازمينه کابل د عيدګاه جومات کې د شهيد عثمان کاکړ د غيبانه جنازې لمونځ تر سره کړ.

د جنازې په يادو مسراسمو کې د قومونو او قبايلو چارو وزير محيب الله صميم او ګڼو دولتي چارواکو هم ګډون کړی وو.
ښاغلي صميم شهيد عثمان کاکړ د لوی افغانستان ستر مبارز او يوه نه هيرودونکي څيره وبلله هغه وويل ارواښاد کاکړ تل په ميړانه او صداقت د پښتون قام او افغان وطن لپاره مبارزه وکړه.
محيب الله صميم دا هم چې ټاکل شوي وه دی د ملي امنيت شورا مرستيال او د ولسمشر غني سالاکار د شهيد عثمان کاکړ جنازې ته ملسم باغ ته ولاړ شې د هغه په خبره چې د پاکستان هېواد ورته اجازه ورنه کړه.

عثمان کاکړ څو ورځي مخکي په خپل کور کې د پاکستاني استخباراتو له سخت ټپي شو چې له هغه وروسته د کوټې يوه روغتون انتقال شو خو د ناازک روغتيایی حالت له کبله کراچې ښار ته د غوره درملنې په موخه وليږدول شو خو په روغتون کې تر يوې ورځې تيرويدو وروسته په حق ورسيدو.

د شهيد عثمان کاکړ زوی او پښتون خوا ملي عوامي ګوند غړو رسنيو ته ويلي چې اروښاد کاکړ د پاکستاني رياست له خوا په مرموز ډول شهيد شوی دی.

هېره دې نه چې څو ورځې مخکي تر دې پښې عثمان کاکړ د پاکستان په سنا مجلس کې په ډاکه کړه چې ځني کړۍ شته چې ده ته د مرګ ګواښونه کوي.
ارواښاد کاکړ په ښکاره ډول ونه ويل چې څوک د د مرګ هڅې کوي خو تر دې مخکي يې څو ځله ړيلي وو چې د پاکستان استخبارت غواړي دد په څير ځني ملتپال سياستوال په نښه کړي.

م

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More