افغانستان کې د جګړي په موخه دپاکستاني دينې مدرسې رخصت شوي

<span;>خبريال ويب پاڼه /په افغانستان کې د جګړې له زياتيدو سره سم په پاکستان کې د ديني مدرسو ټول شاګردان رخصت شوی او ډيری يې د جګړې لپاره افغانستان ته ليږدول شوي دي.

<span;>د بلوچستان ايالت د کچلاغ سيمې يوه ياوسيدونکې د نوم نه ښودلو په شرط خبريال ویب پاڼې ته وويل چې د بلوچستان ایالت اړوند ټولي ديني مدرسې رخصت شوي او هره ورځ په منظم ډول د یوه پلان له مخې افغاستان ته ځوان طالبان ليږدول کيږي.
<span;>نوموړي چې د قاري مطيع الله په مستعار نامه له خبريال ويب پاڼې سره خبري کولې وویل چې دوی ډير خوښ دي چې د اسلام په نامه جهاد کوي او که شهيدان شې خپل ارمان جنت به ولاړ شې.
<span;>ښاغلي مطيع الله دا نه کړه په ډاګه چې دقيق به څومره ځوان طالبان د جګړې لپاره افغانستان ته ليږدول شوي وي خو هغه وايې چې شمير یې زرګونو تنو ته رسیږي.

<span;>يوازې د پاکستان بلوچستان ايالت نه دی چې په رزګونو دينې طالبان يی د جګړي لپاره افغانستان ته ليږدول شوي بلکي د پيښور، کراچۍ او ګڼ شمير نور ښارونو ستري مدرسې هم رخصت شوي او شاګردان یې د جهاد او د جنت د ګټلو په موخه افغانستان ته ليږدول شوی دي.
<span;>بايد وويل شې چې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان طالبانو د روزنې په موخه يو شمير مدرسې جوړې شوي چې هر وخت هغوی ته د جګړې روزنه پکې ورکول کيږي.

<span;>هېره دې نه وي چې په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا جګړو زور نیولی د يو شمير لويو پوځي کمپونو تر څنګ تر سلو زياتي ولسوالۍ د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
<span;>خو افغان حکومت بیا وايي چې د طالبانو وروستي پرمختګ يو عادي پرمختګ دی ځکه د حکومت په وینا دوی د يوه نوي پلان په جوړولو له ځنيو ولسواليو تکتيکې شاتګ کړي دی.
<span;>دافغانستان دفاع وزارت په خپره کړی خبر پاڼه کې ویلي چې د هغو سميو د بيرته نیولو لپاره په نوی پلان کار کوي چې په دې وروستيو کې د طالبانو لاسته لویدلي د ي.
<span;> په ياده خبر پاڼه کې دفاع ورازت له عامو افغانانو غوښتي چې د طالبانو په وړاندي ودرېږي په خبر پاڼه کې وړاندي ويل شوي چې که هر څوک د طالبانو په وړاندي پاڅون وکړي دفاع وزارت به يي هر ډول ملاتړ وکړي.
<span;>د وياد ولو وړ ده چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هم ځني خلک را پورته شوي او هوډ يی کړي چې يو ځای اوږه په اوږه له افغان ځواکونو سره وجنګیږي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More