بایډن پاکستان ته شا کړې او د عمران تماس غوښتنې يې څو ځله رد کړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په مسله کې تر بل هر وخت اوس پاکستان هیر شوی او څنډې ته شوی هېواد دی تر دې وړاندې امریکا طالب دولت او سیمې پاکستان مهم باله خو اوس هیڅ حساب نه پرې کیږي.

تازه خبرونه دادي چې بایډن هم پوی شوی او د افغانستان په مسله کې يې پاکستان بیخي څنډې ته کړی او هیڅ وخت نه ورکوي په دې هکله تازه خبرونه هم شته.

په دې هکله پاکستاني رسنیو راپورونه نشر کړي او زیاته کړې يې ده چې بایډن د افغانستان مسله کې پاکستان ته شا کړې او هرڅومره چې عمران غوښتي  ورسره تماس ونیسي خو هغه د رد ځواب ورکړی.

د امریکا نامتو سناتور لینډسي ګرام هام دغه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې د پآکستان د لومړي وزیر عمران خان د مکررو تماسونو سره سره بایډن بیا هم له ده سره اړیکه نه ده نیولې.

ګرام هام د افغانستان په هکله هم په لنډ ډول سره ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره بیاهم افغانستان ته پام نه کول ښايي  د یوه ناورین او پښېمانیو لامل شي.

ګراهام د خپلو خبرو په لړ کې پاکستان ګټور کړی خو بایډن غورځولی ده بیاهم د پاکستان تعریف د امریکا د ستراتژیک ملګري په حیث وکړ او زیاته کړې یې ده پاکستان د امریکا ستراتیژیک ملګری او له دې هېواد سره له مشورې پرته د سرتیرو ایستل ستونزمن کار دی.

تراوسه پوري امریکا لاهم پاکستان ځکه ملګری بولي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به ښايي دوی ته په خپله خاوره کې اډې ورکړې او داسې شونې هم ده، که څه د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان د خپلو خبرو په لړ کې امریکا ته د اډو ورکول یوه ناشوني خبره بللې خو ښايي دا پریکړه لا له وړاندې شوې وي چې پاکستان به امریکا ته اډې او امریکا به ورته د ډالرو بنډلونه ورکوي خو دوی په رسمي او څرګند ډول دا خبرې نه دي تاید کړې.

پاکستان په کور دننه کې هم د مذهبي او سیاسي ګوندونو تر فشار لاندې دی او په دې هکله يې څو ځله وضاحت ترې غوښتی چې دوی ورتهه دا خبره رد کړې اما په اصل کې داسې کیږي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More