ایران وايي، امریکا په لوی لاس افغانستان کې جګړه شدیده کړه
خبریال وېبپاڼه/ ایران پر امریکا تور لګولی چې دغه هېواد په لوی لاس په افغانستان کې جګړه شدیده کړه او اوس وضعیت بېخي د اندېښنې وړ دی.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعید خطب زاده ویلي چې دوی د افغانستان اندېښمنوونکی وضعیت څاري او په اړه یې خواشیني دي.
دده په خبره روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او ښکېل لوري د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.
هغه په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا اچولی او په خبره یې د امریکا غیر مسوولانه چلند ددې سبب شوی چې په افغانستان کې جګړې زور واخلي.
ده زیاته کړې چې که امریکا داسې یو په یو له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه وای عملي کړې، اوس به دجګړه دومره شدیده نه وه او طالبان به هم ځپل شوي وو.
خطیب زاده وایي ایران په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو، مذاکراتو کې د پرمختګ او دایمي سولې د راتګ ملاتړی دی او دې برخه کې خپل رول ثابتولی شي.
ایران څه کړي؟
که څه هم ایران امریکا د افغان جګړې د شدت عامل بولي، خو دغه هېواد هم د سولې په برخه کې له افغان حکومت او افغانانو سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې او برعکس یې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
د کره مالوماتو له مخې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له طالبانو ایرانۍ وسلې هم نیول شوې دي چې ښيي، ایران د طالبانو ملاتړ کوي او دلته سوله نه غواړي.
د چارو د شنونکو په باور، د ایران لخوا د افغان جګړې د دوام یو لوی علت دغه هېواد ته د افغانستان د بهېدونکو اوبو ورتګ دی، ځکه که چېرته جګړه ودرېږي، نو د افغانستان اوبه او نورې طبیعي منابع مهارېږي او ایران ته د ورتلو مخنیوی یې کېږي.