د ولسي پاڅونونو لړۍ  تر زابله ورسیدله

خبریایل ویب پاڼه/ په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په شمال جنوب مرکزي سیمو شرق او غرب کې د طالبانو د وروستیو تحرکاتو له امله ولسي خلکو پاڅون کړی چې نن يې لړۍ زابل ته هم را ورسیدله.

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې له نا امنیو او د ټولو ولسوالیو له سقوط وروسته په مرکز کلات کې خلک ټول شوي او دخپلو امنیتي ځواکونو په ننګه يې د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړ.

د وړاندې شویو مالوماتو له مخې دا کسان چې اوسمهال يې شمېر ۲۰۰ تنو ته رسیده د دې ولایت والي حمیدالله توخي په مشري د وسلوالو طالبانو په وړاندې وسله پورته کړه او ويې ویل چې د خپلو خلکو دفاع به کوي.

دې کسان د طالبانو خلاف ولسي پاڅون وکړ او ژمنه یې وکړه چې په هیڅ صورت به اجازه ورنکړي چې د هیواد دښمنان ولس وځوروی یا عامه تاسیسات زیانمن کړي.

دغه پاڅون چې جهادي قومندانان، قومي مشران ،عالمان او د ولایتي شورا استازی یې مشرتوب کوي وايي تر وروستۍ سلګي به د هیواد په دفاع کې له پنجابي مزدرانو سره جګړه وکړي او په دغه لاره کي شهادت د ځان ویاړ بولي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو او با نفوذه شخصیتونو له لوري د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کولو او افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه په لسګونه ولایتونو کې دا چاره سره کیږي چې د هرې ورځې په تیریدلو سره دا لړۍ له یوه ولایته بل ولایت ته رسیږي.

په شمال کې د جنرال دوستم، محقق او عطا محمد نور له لوري د دې ولسي پاڅونونو مشري کیږي چې زیاتو خلکو وسله پورته کړې او ان میرمنو يې هم ویلي چې د طالبانو په وړاندې جنګیږي او اجازه نه ورکوي چې په سیمه کي يې امنیتي خنډونه ایجاد کړي.

طالبانو ویلي هغه کسان به و نه بخښي چې د خلکو په بسیج او پآڅون کې لاس لري هغوی له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونو ته دي اجازه نه ورکوي چې د نورو لپاره ووژل شي.

ډيری سیاسي شنونکي بیا دا کار میلشه جوړونه بولي او دا اقدام له خطره خالي نه بولي ځکه نو پر دولت ږغ کوي چې د دې وسلوالو ډلو مخه اوس لا ونیسي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More