کرونا، امریکا افغانستان ته ۳ میلیونه ډوزه واکسین ورکوي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان د کرونا دریمه څپه خورا خطرناکه بلل شوې او نژدې هره ورځ له دې ناروغي څخه دې هېواد کې لسګونه مړه او زرګونه نور پرې اخته کیږي چې اوس لا په ټولو ولایتونو کې د اکسیجن د کمبود مسله رامنځ ته شوې.

د امریکا د سپینې ماڼۍ یوه ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا افغانستان ته درې میلیونه ډوزه واکسین ورکوي ترڅو د دې ناروعۍ په وړاندې پرې مبارزه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کارین ژان پي له بایډن سره د کارولینای ایالت ته د سفر پر مهال چیري چې بایډن واکسین ته د امریکایانو د تشویق لپاره سفر کړی وو، د دې واکسین د ورکړې ژمنه وکړه.

د نوموړي په خبره دا واکسین یوازي یو ډوز لګول کیږي او راتلوونکي اونۍ به دا واکسین افغانستان ته انتقال شي چې له واکسین سره سره به طبعي سامان الات او اکسیجن هم ورسره وي.

امریکا وړاندې اعلان وکړ چې ۵۵ میلیونه ډوزره واکسین به د نړۍ له هېوادونو سره مرسته وکړي چې  له جملې يې درې میلیونه افغانستان ته اختصاص کړ.

تر دې وړاندې هند او چین له افغانستان سره د واکسین مرستې کړې چې د هند ۵۰۰سوه زره ډوزه واکسین خلاص شو او تمه ده چې د امریکا او چین مرسته شوی واکسین هم خلکو ته ولګول شي ترڅو د کرونا په وړاندې مبارزه شوې وي.

اوس مهال افغانستان د هغه هېوادونو په کتار کې راځی چې کرونا په مخه کړي دي څو عمده لاملونه دي چې د کرونا له امله باید د افغانستان هکله خلک اندېښنه ولري، چې یو په دې هېواد کې کمزوری طبابت بې سوادي او د روغتیايي سپارښتنو نه مرعت دی.

امریکا دا اعلان پرداسې مهال کوي چې تازه افغان ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ امریکا ته تللی او هلته به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم وګوري

سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله ویل شوي چې بایډن به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان مشرتابه سره په لیدنه کې د دوی ترمنځ یوالي باندې هم ټینګار وکړي او وبه غواړي چې دوی باید په خپلو منځونو کې یوالی ولري.

له دې سره ترخوا داسې فکر کیږي چې بایډن به د افغانستان په هکله هم پر مهمو موضوعاتو باندې بحثونه ولري ځکه چې وروستي بدلونونه د پام وړ دي او باید پرې خبرې وشي.

د افغان لوري مالومات خپاره کړې چي ولسمشر به له بایډن سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل، د افغان ځواکونو د تجهیز تمول او ملاتړ د دوام په هکله او همدارنګه د اقتصادي پرمختیايي مسایلو په هکله د بشري حقونو او د وروستي لاس ته راوړنو او په ټوله کې  د افغانستان د سولې او جګړې په هکله بحث وکړي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More