هند ټوله نړۍ خبره ده چې پاکستان افغانستان کې څه کوي

خبریال ویب پاڼه/ هند هم په افغانستان کې د پاکستان له بده مخه پرده پورته کړه او زیاته يې کړه چې ټوله نړۍ د پاکستان په کړنو خبره ده چې دوی افغانستان کې کومې کړنې ترسره کړې دي.

د هند دولت ویلي دوی چې په افغانستان کې د هر ډول سولې هڅو ملاتړ کوي او دوی همدارنګه د ښکېلو اړخو او ګاونډیو هېوادونو سره په اړه کې دي.

هند هېواد د پاکستان ناسم سیاست څخه پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې ټوله نړۍ د پاکستان په کړنو خبره ده چې دوی کوم کارونه ترسره کوي.

اوس مهال پاکستان ته د ټولې نړۍ پام دی

پاکستان چې له کلونو کلونو په خپلې دوه مخې پالیسي په افغانستان کې جنجالونو رامنځ ته کړي او د څلویښت کلنې جګړې تر شا دي او د لته د ترهه ګرو او جګړه مارو ملاتړ کوي هند يې هم په هکله غبرګون ښودلی او د شامحمود قریشي د خبرو ځواب يې ورکړی.

موده مخکې شامحمود  قریشي هند په سیمه کې په شر جوړولو تورن کړ او زیاته يې کړه چې دا هېواد د افغانستان خاوره د پآکستان په وړاندې استعمالوي او ترهه کریز فعالیتونه ترسره کوي قریشي وویل په بلوچستان ایالت کې چې کوم ترهه ګریز فعالیتونه کیږي هم پکښي د هند رول شته چې  نن يې د هند د بهرنیو چارو وزارت ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې ټوله نړۍ  د پاکستان په کارونو خبره ده چې افغانستان کې يې څه وکړل.

د هند ترڅنګ امریکا هم تر پاکستان نظر اړولی او اوس یې هیڅ هم نه بولي

تازه خبرونه دادي چې بایډن هم پوی شوی او د افغانستان په مسله کې يې پاکستان بیخي څنډې ته کړی او هیڅ وخت نه ورکوي په دې هکله تازه خبرونه هم شته.

په دې هکله پاکستاني رسنیو راپورونه نشر کړي او زیاته کړې يې ده چې بایډن د افغانستان مسله کې پاکستان ته شا کړې او هرڅومره چې عمران غوښتي  ورسره تماس ونیسي خو هغه د رد ځواب ورکړی.

د امریکا نامتو سناتور لینډسي ګرام هام دغه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې د پآکستان د لومړي وزیر عمران خان د مکررو تماسونو سره سره بایډن بیا هم له ده سره اړیکه نه ده نیولې.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More