ولسمشر د طالبانو بریدونه ظالمانه دي

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دې هېواد د استازو جرګې مشرې نانسي بلوسي سره لیدلي او د افغانستان په هکله يې ورسره خبرې کړې.

پلوسي د نورو پرمختګونو سره سره د افغان میرمنو او نجونو پرمختګ د پام وړ وباله او زیاته يې کړه چې متحده ایالاتونه د افغان میرمنو او نجونو د راتلوونکې په هکله باور موجود دی

په ورته وخت کې افغان ولسمشر هم د پلوسي سره د رسنیو په مخ کې په لنډ ډول خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې امریکا باید له افغانستان سره دوامداره مرسته وکړي او له دې هېواد سره پاتي شي.

غني د طالبانو له لوري وروستیو جګړو ته په اشارې سره وویل، چې د طالبانو له لوري بریدونه ظالمانه دي او د پلوسي څخه يې د اافغان میرمنو او نجونو د مرستې په برخه کې مننه وکړه.

غني  دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې طالبانو تر بل هر وخت خپل بریدونه زیات کړي او دا مهال د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې تاوتریخوالی او جګړې روانې دي.

د دې جګړو له امله ډیری ملکي کسان وژل شوي ټپیان شوي او زرګونه نور  بې کوره شوي دي چې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو له لوري نژدې هره ورځ د ولسوالیو د سقوط لړۍ روانه ده او هلته ښايي خلک او شته لاس ته راوړنې له ستونزو سره مخ کړي او باید په هکله يې افغان حکومت او نړیواله ټولنه سره له اوسه یوڅه وکړي.

نړیواله ټولنه خپله اتلس کلنې لاس ته راونې له منځه وړي د امریکا ولسمشر جو بایډن تر راتلوونکي سپټمبره د ټولو سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړه چې په هکله يې زیات غبرګونونه موجود دي او له امریکا څخه په لومړیو او دا مهال هم غوښتل کیږي چې د دې پریکړې په هکله باید له سره غور او پریکړه وکړي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل شي او تیري ټولې لاس ته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

افغان میرمنې، بشري حقونه، بیان ازادي او داسې نور د دولت پر خوله هغه لاس ته راوړنې دي چې باید له دې وروسته هم وساتل شي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More