امریکا وايي، طالبان د سولې خلاف کړنې ترسره کوي

 

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د جګړې له زیاتېدو سره سم د نورو هېوادونو ترڅنګ د امریکا حوصله هم نور سر ته پورته کړه او ویلي یې دي چې دغه وضعیت هیچا ته د منلو وړ نه دی.
امریکا د طالبانو کړنې د سولې له روحیې سره په ټکر کې بللې دي او دغه ډله یې د ناروا جګړې په دوام تورنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی غواړي ډاډه شي چې طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي دي کنه، څو په وینا یې، دوی د خپلو سرتېرو د ایستلو او د افغانستان د وضعیت په اړه مسوولانه پرېکړه وکړي.
د بلینکن په وینا طالبانو دمګړی جګړې شدیدې کړې دي چې د جګړو دا شدت د سولې له خبرو سره همغږی نه دی او د سولې لپاره څه نا څه پیدا شوې هیلې هم خاورې کوي.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی او نه هم امریکا ددې ملاتړې ده چې په افغانستان کې دې جګړه او تاوتریخوالی دوام وکړي او تر څنګ یې دې یو ځانګړی لوری د خلکو له خوښې پرته ځان واک ته ورسوي.
امریکا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سولې خبرې دمګړی په ټپه ولاړې دي خو جګړې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خورې شوې دي، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.
هلته بیا ولسمشر محمد اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا امریکا ته تللی دی او هلته یې له جو بایډن سربېره نورو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.
دا چې دغه سفر به تر کومه حده د سولې په برخه کې ګټور تمام شي، وخت به ځواب ووايي، خو د طالبانو له کړنو داسې ښکاري چې دغه ډله د سولې رښتینی نیت نه لري.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More